د امیتاب بچن په ټویټر د عمران خان عکس

په ټویټر هغه وخت د هند د فلمي ستوري امیتابچن مینه وال او تعقیبونکي حیرانه شول چې د هغه د عکس پر ځاې پرې د عمران خان او د پاکستان د بیرغ عکس ولگول شو

د هند یوې خپرونې انډیا ایکسپرس لیکلي چې په ترکیې کې یوې ډلې چې د پاکستان سره مینه لري، د امیتاب بچن د ټویټر اکاونټ هیک کړی و او د هغه د عکس پر ځاې یې پرې د عمران خان عکس لگولی و.

امیتاب بچن په ټویټر یو د تر ټولو زیات تعقیبیدونکی ستوری دی او د ٣٧ ملیونو نه زیات تعقیب لرونکي لري.

د امیتاب د ټویټر د اکاونټ د هیک کیدو په اړه د پاکستان یو خبریال منصور علي خان لمړی ټویټ وکړ. هغه ولیکل:

د امیتاب بچن د ټویټر د اکاونټ د هیک کیدو خبر په هند او پاکستان کې په څو دقیقو کې د ټویټر ټرینډ جوړ شو او ځینو کسانو پرې ټوکې وکړی.

د امیتاب بچن د ټویټر اکاونټ ډیر ژر وژغورل شو او ځینې هغه ټویټونه چې د هند خلاف ترینه شوي و، لیرې کړل شول.