هند له کوهلي پرته افغانستان سره سیالۍ ته لوبډله اعلان کړه

په لوبډلې کې د هند ځیني مشهور لوبغاړي لکه ویرات کوهلي، بومرا او ځینې نور نشته

هند د اجنکا ریهانې په مشرۍ له افغانستان سره د ټست لوبې ته لوبډله اعلان کړه.

دا لوبه د همدغه کال جون په ۱۴ په هند کې کیږي. افغانستان تېرکال د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړی شو او له هغه وروسته به یې دا لومړنۍ تاریخي ټسټ لوبه وي.

د هند کرکټ بورډ دغې سیالۍ ته د ۱۴ لوبغاړو نوملړ خپور کړی دی. ویرات کوهلي په لوبډلې کې نشته خو پر ځای یې اجنکا ریهانې د لوبډلې کپټان ټاکل شوی دی.

په نورو لوبغاړو کې شیکر دایوان، مورالي ویجی، راهول، پوجارا، کرون نایر، ساها، اشوین، جدیجه، کلدیپ، امېش، محمد شامي، هاردیک، اشانت شرما او شردل دي.

افغانستان لا دغې سیالۍ ته لوبډله اعلان کړې نه ده، خو لوبغاړي یې په هند کې په تمرینونو بوخت دي.

دا د افغانستان لپاره تاریخي لوبه بلل کیږي. افغان چارواکي وايي له هند سره تر ټسټ لوبې مخکې له بنګلدېش سره هم د ۲۰ اورونو یو سیریز لري.