کروناویروس؛ هند دریو میاشتو کې ۳۱زره ټنه غنم افغانستان ته ورکړي

عکس(ارشیف)

د افغانستان د ملي پراختیا د عملیاتي ادارې مسؤلین وايي، د هند له خوا افغانستان سره د ۷۵ زرو ټنو غنمو د مرستې لومړۍ جوپه د دغه هېواد د غنمو په دریو ستراتیژیکو زېرمو کې ځای شوي دي.

د دغه ادارې مسؤلینو پرون پنجشنبه (۲۹غبرګولی/جون ۱۸) د کابل مرکزي سیلو کې ویلي چې د دغو غنمو ۳۱ زره ټنه په تېرو درې میاشتو کې افغانستان ته راوړل شوي‌ دي.

د ملي پراختیايي ادارې د اړیکو مسوول جارالله منصوري زیاته کړه: "له دې مرستو ۱۲ زره او درې سوه ټنه غنم هرات، ۳۸۵۵ ټنه کندهار او ۳۷ زره او ۵۰۰ ټنه د کابل سیلو ته رسېدلي او ځای پر ځای شوي دي."

ښاغلي منصوري زیاته کړه چې راتلونکې کې به بغلان او بلخ زېرمو ته هم ۱۰زره ټنه غنم ورسیږي.

د کروناویروس له خورېدو وروسته نړیوال بانک او ځینو هېوادونو له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د مرستو ژمنه وکړه.

هند هم ژمنه وکړه چې د درملو او طبي وسایلو تر څنګ به افغانستان ته غنم هم ورکړي.

د افغانستان په ښارونو کې د کرونا ویروس له امله پر تګ راتګ له محدودیتونو لګېدو سره ورځنۍ چارې ټکنۍ شوي او د کار پیدا کولو کړۍ هم را تنګه شوې ده.

افغان حکومت د تیرې روژې میاشتې په سر کې له خلکو سره د مرستې په هدف د غنمو او وچې ډوډۍ وېشلو لړې پيل کړه چې د روژې تر پای ته رسېدو وروسته بیرته بنده شوه.

د کروناویروس له کبله تر اوسه ټول افغانستان کې ۵۴۸کسان مړه او ۲۷۸۷۸مثبتې پېښې ثبتې شوي دي.