د هند پارلماني ټاکنې به یوه میاشت دوام وکړي

په هند کې شاوخوا نهه سوه میلیونه خلک د رای اچونې شرایط لري.

د هند د ټاکنو د کمیسیون مامورینو د چهارشنبې په ورځ (د اپریل ١٠) هڅه وکړه چې د رایو مرکزونو ته د بایومیتریک ماشینونه ورسوي. د هند انتخابات اوږده پروسه لري یعنی په شپږو اونیو او په اوو پړاوونو کې ترسره کیږي.

د نهه سوه میلیون رای ورکوونکو لپاره، د رای اچونې، شاوخوا یو میلیون مرکزونه، جوړ شوې دي.

سیالو گوندونو، بي جې پي یا بهارتیا جنتا پارتي او کانگرس د چهارشنبې (اپریل ١٠) وروستۍ انتخاباتي غونډې وکړې.

د هند انتخابات د پنجشنبې په ورځ (د اپریل ١١) پیلیږي او ټاکل شوې ده د می میاشتې په درویشتمه نیټه یې پایلې اعلان شي.

د نریندرا مودي د گوند په مرام نامه کې په ملي امنیت او اقتصادي ودې باندې ټینگار شوی. د

هند صدراعظم ویلي چې دا مرام نامه د هند مسیر ته تر ٢٠۴٧ میلادي کاله پورې د مخ په ودې هیواد نه یو پرمختللي هیواد ته بدلوي.

په ورته وخت کې د راهول گاندي په مشرۍ د کانگرس گوند هم تیره اونۍ یې خپله مرامه خپره کړه.

د کانگرس گوند د نریندرا مودي د بي جي پي اصلي سیال گڼل کیږي. دغه گوند پخپل مرام نامه کې د مودي گوند باندې نیوکه کړې ده او ویلي چې د هیواد د ویشلو هڅه کوي.

د نریندرا مودي گوند یو ملتپاله هندو گوند هم گڼل کیږي. له هغه وخت څخه چې مودي په ٢٠١۴ کې د چارو واگې په لاس کې واخیستلې هند د مسلمانانو په وړاندې د تاوتریخوالي شاهد و.