هند خامنه يي ته: اول له اقلیتونو سره خپل چلند ته وګورئ بیا په نورو وغږېږئ

د هند د بهرنیو چارو وزارت د ایران د مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي هغه څرګندونې وغندلې چې وایي «مسلمانان په هند کې رنځ» ګالي. هند دا څرګندونې «ناسمې او د نه منلو وړ» وبللې.

ایت الله علي خامنه یي د دوشنبې په ورځ په یوې غونډې کې ویلي وو چې د هند په ګډون په ځینو هېوادونو مسلمانان رنځ ګالي او باید نور مسلمانان یې په حال ځان خبر کړي.

د نوموړي دا څرګندونې د هغه د ایکس په رسمی‌حساب کې خپرې شوې دي. خامنه يي وايي: «داسې نه کېږي چې زه ځان ته مسلمان وایم، خو د یو مسلمان په رنځ باندې چې په میانمار، یا غزه، یا هند او ټولو ځایونو کې یې ګالي، ځان ناګاره کړم. دا امکان نه لري، دا د اسلامي زده کړو او اصولو خلاف کار دی.»

خامنه په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي. ملګرو ملتونو په یو راپور کې د میانمار پوځ تورن کړی د مسلمانانو «نسل وژنه» کوي او لسګونه زره روهینګیایان بنګله دېش ته تښتېدلي دي.

د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرائیل باندې حماس له بریدونو وروسته، په غزې کې د اسرائیل عملیات روان دي. اسرائيل وايی د حماس په بریدونو کې یې نژدې ۱۲۰۰ تنه وژل شوي چې اکثریت یې ولسي خلک دي. په غزې کې صحي چارواکي وايي د اسرائيل په بریدونو کې څه باندې ۴۰زره فلسطینیان وژل شوي.

د ایران مذهبي مشر خامنه يي تر دې مخکې هم په هند کې د مسلمان اقلیت او په کشمیر کې د مسلمانانو د وضعیت په اړه څرګندونې کړې وې. یو شمېر ملتپال هندوان له مسلمانانو سره په توپیري چلند تورن شوي، که څه هم حکومت دا تورونه ردوي.

د خامنه یي د دغو تازه څرګندونو په غبرګون کې د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې دا «په کلکه غندي».

د دغه وزارت ویاند ویلي دي: «هغه هېوادونه چې د اقلیتونو په اړه خبرې کوي، باید اول خپل تاریخ ته وګوري او بیا د نورو په اړه څرګندونې وکړي.»

د ایران حکومت هم له سنیانو او نورو اقلیتونو سره په بد چلند تورن دی.

ایران او هند په خپلو ښه روابط لري او د چابهار بندر د پراخولو او فعالولو لپاره یې د ۱۰ کالونو یو تړون لاسلیک کړی ی. هند د ایران په جنوب ختیځ ساحل کې د چابهار بندر رغوي چې له هغه ځای څخه ایران، افغانستان او منځنۍ اسیا توکي انتقال کړي، په دې کار سره به د خپل غلیم پاکستان د کراچۍ د ګوادر له بندر څخه هم خلاص شي.

په دغه راپور کې د رویټرز له معلوماتو څخه هم استفاده شوې.