نوی ریکارډ؛ هند کې په یوه ورځ ۴۰۰زره کسان په کرونا اخته شوي 

په هند کې له تېرو نهو ورځو راهېسې هره ورځ څه باندې ۳۰۰زره کسان د کرونا په ویروس اخته کیږي

دهند د عامې روغتیا وزارت وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې کې ۴۰۱۹۹۳ کسان د کرونا په ویروس اخته شوي‌ دي.

دا د کرونا ویروس له خپرېدو را وروسته لومړی ځل دی چې په هند کې په یوه شپه او ورځ دومره کسان د کرونا په ویروس اخته کیږي.

د عامې روغتیا وزارت چارواکو نن شنبه مۍ لومړۍ (غوايي۱۱) وویل چې شاید ارقام تر دې هم زیات وي.

په همدې حال کې د هند په لویدځ ایالت ګجرات کې چارواکي وايي په یو روغتونو کې د کرونا ویروس د ناروغانو درملنې په ځانګړې څانګه کې اور لګېدلی او ۱۲ تنه یې مړه کړي دي.

دا پېښه د شنې په سهار شوې ده. د اور د لګېدو علت لا معلوم نه دی. چارواکي‌ وايي له روغتون څخه ۵۰ ناروغان ژغورل شوي دي.

دا پېښه په داسې حال کې کېږي‌ چې په هند کې د کرونا ویروس «طوفان» الوتی دی.

له تېرو نهو ورځو راهېسې هره ورځ په هند کې څه باندې ۳۰۰زره کسان د کرونا په ویروس اخته کیږي او نن دا شمېر تر ۴۰۰زره هم ورپورته شو.

په ځینو روغتونو کې اکسیجنونه خلاص شوي او ناروغان له سخت حالت سره مخامخ دي.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس په هند کې تر دې دمه څه باندې ۲۱۱زره کسان مړه شوي‌ او تر ۱۹ میلیون زیات نور د کرونا په ویروس اخته ‌دي.

هندي ‌چارواکي ‌وايي تر دې دمه یې د څه باندې یو میلیارد نفوس دوه سلنه د کرونا ضد واکسین شوي دي.

په همدې حال کې هند ته د امریکا د متحدو ایالتونو د کرونا ویروس ضد مرستې رسېدلي دي.‌ په دغو مرستو کې د اکسیجن ، د کرونا د بېړنۍ معاینې او د واکسین جوړولو مواد او وسایل شامل دي.

د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې د کرونا ویروس سره د مبارزې د چارو د تنظیم مسول ګیل سمیت وویل چې هند له امریکا څخه تر ډېره اکسیجن، محافظتي وسایل او د واکسین د تولید مواد غوښتي ‌وو.

په نړۍ کې تر دې دمه څه باندې ۱۵۱ میلیون خلک په دغه ویروس اخته دي‌او ۳۱.۸۲ نور مړه شوي‌دي.