هند د لومړي ځل لپاره د کرونا ویروس ضد یو بهرنی واکسین تطبیقوي

هند پخپله د کرونا ضد دوه ډوله واکسین جوړ کړی او د لومړی ځل لپاره یې د یو بهرني هیواد تطبیق کول پیل کړل.

په هند کې نن جمعه مۍ ۱۴ (غوایي۲۴) د روسیې د سپونټیک V کرونا ضد واکسین تطبیق کول پیل شول.

دا لومړی ځل دی چې په هند کې د یو بهرني هیواد د کرونا ضد واکسین کارول کیږي.

د هند روغتیایي چارواکو د اپریل د میاشتې په نیمایي کې د دې واکسین کارول منظور کړل. پخپله هند هم د اسټرا زینکا او کواکسین په نامه د کرونا ضد دوه ډوله واکسین جوړ کړي خو تر اوسه یې د کوم بهرني هیواد واکسین نه و کارولی.

د روسیې د مستقیمې پانګونې ادارې چې د دې واکسین مالي ملاتړ کوونکی دی ویلي دي چې د واکسین تطبیق نن جمعه د حیدرآباد په ښار کې پيل شو.

د سپونټیک تقریباً ۱۵۰زره ډوزه واکسین د مۍ د میاشتې په لومړۍ نیټې هند ته ورسېد او ښایي چې دویمه جوپه به یې هم په راتلونکو څو ورځو کې هلته ورسیږي.

هند پداسې وخت کې د یو بهرني هیواد د واکسین تطبیق کول پيل کوي، چې په هغه هېواد کې د کرونا تازه پیښې په بې ساره توګه ډیرې شوې.

د هند رسمي ارقام ښیي چې دې ویروس تر اوسه ۲۶۰زره کسان هلته مړه کړي خو کارپوهان وایي ښایي د مړ شویو شمیر تر یو میلیون هم پورته وي.

هند د روان ۲۰۲۱ کال په پیل کې د کرونا ضد واکسین تطبیق کول پیل کړل خو دا پروسه دومره سوکه ده چې د ګڼ شمیر انتقادونو سره مخ شوې. هند تر اوسه یوازې ۱۸۰زره ډوزه واکسین ۴۰ ملیون کسانو ته تطبیق کړی چې د ۱.۸ ملیارد نفوس تقریباً دریمه برخه کیږي.

د کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر په میاشت کې په چین کې خپور شو.