هند کې مذهبي میله او د کرونا د پېښو د زیاتېدو اندېښنې 

هندوان په دې باور دي چې په دغې میلې کې په اوبو کې لامبل د سړي ګناهونه پاکوي

په هند کې چارواکو اندېښنه ښودلې ده چې پدې هیواد کې په روانو مذهبي مراسمو کې به د میلیونونو خلکو د ګډون له کبله د کروناویروس پېښې زیاتې شې.

په هند کې د «کمبه» په نامه یوه مذهبي میله پیل شوې ده چې د تنظیموونکو د اټکل په اساس شاید ۱۵۰ میلیون خلک په کې ګډون وکړي.‌ چارواکي وايي د میلې په ځای کې دا مهال هره ورځ شاوخوا ۴۰ کسان د کرونا په ویروس اخته کیږي او شمېره ورځ تر بلې په زیاتېدو دی.

دا میله په هرو ۱۲ کلونو کې یو ځل کیږي.

د امیله د همالیا په «سپېڅلي ښار هاریدوار» کې پيل شوې چې په اپریل کې به یې د زیارت کوونکو شمېر‌ خپل وروستي ‌حد ته ورسیږي. دا ښار د اوتاراکند په ایالت کې دی.

د هندوانو دا عقېده ده چې په دغه میله کې په سیند کې لامبل د انسان ګناهونه پاکوي او د ژوند او مرګ له څرخ څخه انسان ژغورل کیږي. هندوان په دې باور دي‌ چې انسان یو ځل مړ شي، بیا په بلې بڼې نړۍ ته راځي او دې ته دوی د «سامسارا څرخ» او دوران وايي.

د اوتاراکند والي سیمه ایزو چارواکو ته په یو استول شوي‌ لیک کې ویلي‌ دي‌ چې د هاریدوار کې د ورځې ۵۵۰۰۰ کسان معاینه کوی‌چې کرونا نه وي. والي‌ وايي دا شمېر باید زیات شي.

دا مهال د هند په څه باندې ۱۲ ایالیتونو کې د کروناپ وبا ېښې زیاتې شوي او چارواکي اندېښنه لري چې د کمبه په میله کې به دا پېښې بېیخي زیاتې شي.

د اتاراکند والي‌ وايي‌ چې میلې ته په را روانو خلکو یې د ماسک تړل جبري کړي، میلیونونه ماسکونه به وړیا ووېشي او عامه ځایونه به په وایروس ضد مایعاتو ووینځي. پر دې سربېره د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د فدرال حکومت لارښوونې هم پلې کیږي.

رویټرز خبري اژانس وايي‌ چې په هند کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې څه باندې ۴۳۸۰۰ کسان د کرونا په ویروس اخته شوي ‌چې ډېر یې د مهاراشترا په ایالت کې دي.‌

همدغه راز د کروناویروس له کبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۹۷ کسان مړه شوي. د هند د عامې روغتیا وزارت وايي‌تر دې دمه په دغه هېواد کې د کرونا له کبله ۱۵۹۷۵۵ کسان مړه شوي‌دي.

په هند کې په تېر سمتمبر میاشت کې هره ورځ نژدې ۱۰۰زره کسان د کرونا په ویروس اخته کېدل چې دا شمېره اوس کمه شوې ده.