هند د کرکټ نړیوال ۲۰ اوریز جام په سوپر۸ پړاو کې افغانستان ته ماتې ورکړه

افغان لوبغاړی ګلبدین نایب د هند سره د افغانستان په لوبه کې بیټینګ کوي.

هند د کرکټ شل اوریز نړیوال جام د اتو غوره ټیمونو د پړاو په خپله لومړنۍ لوبه کې افغانستان ته د ۴۷ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د ویست انډیز په برباډوس کې د پنجشنبې په ورځ جون ۲۰ (غبرګولي ۳۱) په دغه لوبه کې هند د پچې له ګټلو وروسته لومړی توپ وهنه وکړه او افغانستان ته یې د اتو لوبغاړو په سوځېدو د ۱۸۲ منډو هدف وټاکه.

په ځواب کې د افغانستان ټول لوبغاړي د ۱۳۴ منډو کولو وروسته وسوځېدل او لوبه د هند په ګټه پای ته ورسېده.

د هند توپ وهونکې سوریا کومار یادف په ۲۸ توپونو ۵۳ منډې وکړې او ددې لوبې ترټولو غوره لوبغاړی ونومول شو.

د هند توپ اچوونکي جسپریت بومرا په څلورو اورونو کې یوازې اووه منډې ورکړې او د افغانستان درې لوبغاړې یې وسوځول.

د افغانستان لپاره توپ وهونکي عظمت الله عمرزي ترټولو زیاتې ۲۶ منډې وکړې.

د افغانستان توپ اچوونکو راشد خان او فضل الحق فارقي د هند درې - درې لوبغاړي وسوځول.

په سوپر۸ پړاو کې د افغانستان بله لوبه د شنبې په ورځ (جون ۲۲) د استرالیا سره ده.