تالنده او برېښنا په هند کې ۲۰ تنه مړه کړل

چارواکي وايي ډېره مړه شوي کروندګر دي

په هند کې چارواکي وایي له یو لړ سیلابونو او بارانونو وروسته تالنده او برېښنا د بیهار په ایالت کې لږ تر لږه ۲۰ تنه مړه کړي دي.

په هند کې د طبیعي پېښو سره د مبارز مشر امود کمار شاران وايي چې د ۲۰۱۹ کال د جون له لومړۍ نیټې راهېسې په هند کې موسمي بارانونو، تالنده او برېښنا څه باندې ۱۰۰ کسان مړه کړي دي.

تالنده او برېښنا د شنبې په ورځ (جولاۍ۲۰) ۳۳ تنه مړه کړل. چارواکي وايي په مړو کې یې ډېر کروندګر دي.

چارواکي وایي تر ټولو ډېر زیان د بیهار او آسام په ایالتونو کې خلکو ته اوښتی دی او د ډېرو خلکو کورونه او کروندې ویجاړ شوي دي.