په هند کې سیلابونو او ځمکې ښویدو په لسګونو تنه مړه کړي

په هند کې د موسمي بارانونو او د راوتلو سیلابونو په وجه د مړینو کچه د یکشنبې په ورځ جولای ۲۵ (زمري ۳) ۱۵۹ تنو ته ورسیدله او د مقاماتو په وینا په لسګونو کسان لاهم بې درکه دي.

د هند په لویدیځ ساحل کې د تیرې پنجشنبې راهیسې د سختو بارانونو نه وروسته سیلابونه راغلي دي چې د هند د هوا پیژندنې د ادارې د خبرداري له مخې دغه وضعیت به څو نورې ورځې هم دوام وکړي.

په هند کې د سختو موسمي بارانونو په ترڅ کې د ځمکې ښویدل معمول دي، خو د کارپوهانو په اند اقلیمي بدلونونه ددغه ډول بارانونو د شدت د زیاتوالي او د هغې د تکرار کیدو سبب شوي دي.

هندي مقاماتو رپوټ ورکړی چې یواځې د مهاراشترا په ایالت کې ۱۱۷ تنه د ځمکې د ښویدو له کبله چې یو کلی یې ډوب کړ له منځه تللي دي. کلیوال وایي په لسګونو کسان لا هم ورک دي.

هندي مقامات همداشان د لسو نورو کسانو د مړینې خبر ورکوي چې په هیماچل پردیش ایالت کې د غره د څنډې پر سړک باندې د هغوی په موټر باندې ډبره راپریوتې ده. خو هغوی وایي دا ډبره د باران له وجې نده رالویدلې.

د هندي مقاماتو په وینا د سړکونو ورانیدو، د بریښنا او مخابراتو قطع کیدو مصیبت ځپلو سیمو ته د مرستو رسولو چارې خنډنۍ کړي دي.