افغانستان او هند د کرکټ درې شل اوریزې لوبې کوي 

افغانستان او هند د ۲۰۲۳ نړیوال جام کې هم لوبه وکړه چې هند وګټله

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د ۲۰۲۴ د جنورۍ په میاشت کې به له هند سره درې شل اوریزې نړیوالې لوبې کوي.

دا لوبې د جنورۍ په ۱۱، ۱۴ او ۱۷ نېټو دي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجرايي مشر نصیب خان امریکا غږ ته وویل، چې په دې لوبو باندې له مخکې خبرې روانې وې او له نړیوال جام څخه وروسته «د هند کرکټ بورډ په رسمي ډول د افغانستان کرکټ بورډ ته د لوبې» وختونه او ځایونه مشخص او تائید کړل.

دا لوبې د هند په موهالي، انډور او بنګلور کې کېږي. دا به لومړی ځل وي چې افغانستان او هند په خپلو کې سره د شل اوریزو لوبو دا ډول لړۍ کوي.

ټاکل شوې وه چې هند تېرکال له افغانستان سره درې یوه ورځنۍ لوبې هم کړې وای، خو د راپورونو په اساس، د هند د بوخت مهالوېش له کبله هغه لوبې ونشوې.

دا درې شل اوریزې لوبې داسې مهال کېږي چې شل اوریز جام د ۲۰۲۴ کال د جون په میاشت کې په امریکا او ویسټ انډیز کې پیلیږي. هند او افغانستان هم په کې دي.

افغانستان تازه د کرکټ د یوې ورځنیو لوبو په نړیوال جام کې ښه وځلېده او په نهو لوبو کې یې څلور وګټلې. افغانستان د روان کال په لومړیو میاشتو کې په متحدو عربو اماراتو کې له پاکستان سره هم درې شل اوریزې لوبې وکړې او دا لړۍ یې ۲-۱ وګټله.