هند ته د اسرائیل د صدراعظم شپږ ورځنی سفر

په هوایي ډگر کې مودي د نتانیاهو هرکلی وکړ او دواړه هغه څلورلارې ته ولاړل چې د حیفا د مبارزینو په نوم ونومول شو.

د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو هند ته په خپل لومړي سفر نن نوې ډهلي ته ورسید.

هند ته د ښاغلي نتانیاهو د شپږ ورځني سفر هدف، په دفاع، سوداگرۍ، انرژۍ او نورو چارو کې د دوو هیوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا ښودل شوې ده.

د ښاغلي نتانیاهو هرکلی د نوې ډهلي په هوایي ډگر کې د هند صدراعظم نریندرا مودي وکړ. دواړه مشران به سبا رسمي غونډه وکړي، او له هغې وروسته به نتانیاهو د هند له ولسمشر او نورو چارواکو سره هم وگوري.

د اسرائیل صدراعظم د هند په لور تر روانېدو وړاندې خبریالانو ته وویل "موږ د اسرائیل او د نړۍ ددې مهم هیواد ترمنځ اړیکې پراخول غواړو. دا کار زموږ د امنیت، اقتصاد، سوداگرۍ، سیاحت او ډېرو نورو چارو لپاره گټور دی".

د هند او اسرائیل ترمنځ دیپلوماتیکې اړیکې په ١٩٩٢ کال کې پیل شوې وې. هغه مهال د دواړو ترمنځ ٢٠٠ میلیون ډالره سوداگري وه، خو په تیرو شلو کالو کې څلور میلیارد ډالرو ته لوړه شوې ده.

په ډهلي کې د حیفا میدان

بنیامین نتانیاهو د نوې ډهلي د هوایي ډگر څخه د نریندرا مودي په بدرگه په ښار کې د تین مورتي څلورې ته ولاړ او په هغه غونډه کې یې گډون وکړ چې ددې څلورلارې نوم د تین مورتي حیفا ونومول شو.

حیفا په نني اسرائیل کې د یوه ښار نوم دی. ددې ښار مبارزینو په لومړۍ نړیواله جگړه کې د ترکانو ته ماتې ورکړې وه او د عثماني امپراتورۍ څلور سوه کلنه واکمنۍ یې پای ته رسولې وه.

نتانیاهو او میرمن یې د تین مورتي په څلورلارې کې د دریو گمنام سرتیرو پښو ته د گلانو گیډۍ کیښوده.

تیر کال د هند د لومړي برحاله صدراعظم په توگه، نریندرا مودي اسرائیل ته سفر کړی وه.