په هند کې خلک نن یکشنبه د مې میاشتې په درېیمه (غوایي ۱۴) د یو ستر آنلاین کنسرت لیدلو ته سترګې په لار دي چې ددې هیواد د سینما او موسیقۍ مشهور هنرمندان په کې برخه اخلي.
څه دپاسه ۷۰ مشهور هندي او بین المللي شخصیتونه پدې کنسرت کې ونډه لري چې بیوزلو ته د پیسو د راټولولو په هدف حوړیږي او د هند په وخت د ماښام ۷:۳۰ د فیسبوک له لارې په ژوندۍ بڼه خپریږي.
دغه کنسرت پداسې حال کې په آنلاین ډول جوړیږي چې د نړۍ اکثر هیوادونه د کروناویروس د خپریدو په وجه په قرنطین کې دي.
د هند د سینما مشهور لوبغاړي رتیک روشن، په خپل ټویټر لیکلي: "نن مونږ راټولیږو تر څو هر هغه څه چې مو په وس کې دي د نړۍ لپاره وکړو."
Today we come together to do our best for our world. Watch me on India’s biggest fundraising concert - #IForIndia - TONIGHT, 7:30pm IST.100% of proceeds go to the India COVID Response Fund set up by @GiveIndiaLink - https://t.co/WsTEu5NttK || Donate - https://t.co/2sSKAZpSvC pic.twitter.com/15aYEgxRUH
— Hrithik Roshan (@iHrithik) May 3, 2020
د بالیووډ مشهور ستوري شاه رخ خان په خپل ټویټرلیکلي دي: "کنسرت وګورئ او په یاد ولرئ چې هرڅه به ښه شي."
دغه کنسرت د هندي ډایرکټر کرن جوهر او زویا اختر له لورې ترتیب شوی دی.
We bring you India’s biggest at-home concert - #IforIndia. Click the donate button and make a difference.Sunday, 3rd May, 7:30pm IST.Watch it LIVE- https://t.co/4CJrfTfIpV Donate now- https://t.co/yzXMagyy3z100% of proceeds go to the India COVID Response Fund by @GiveIndia pic.twitter.com/tWENVYwDZV
— Karan Johar (@karanjohar) May 3, 2020
د رپوټونو له مخې ټاکل شوې وه چې دغه کنسرت کې ۶۰ میلیونه هندي روپۍ راټولې شي ، خو تراوسه یواځې ۴.۶ میلیونه روپۍ راټولې شوې دي.
ددې کنسرت نه تر لاسه شوې پیسې به ۱۰۰ بیلابیلو هغو ډلو ته ورکړل شي چې د کروناویروس د وبا پر وخت اړمنو کسانو ته خواړه برابروي او نور ضروري خدمات ورته ترسره کوي.
د بیل او ملیندا گیټس، د خیریه سازمان په ګډون، ځینې خیریه سازمانونه غواړي څومره پیسې چې پدغه کنسرت کې راټولیږي په هماغه اندازه نورې پیسې دوي سره مرسته وکړي.
ددې کنسرت جوړونکي وايي چې راټولې شوې پیسې هغو کسانو ته په پام کې نیول شوي چې بیکاره او بې کوره دي او پدې نه پوهیږي چې بل وخت خواړه به له کومه کړي.
هند ۱.۳ میلیارډ نفوس لري چې تر اوسه پدې هیواد کې شاوخوا ۴۰ زره کسان په کروناویروس اخته شوي دي او څه دپاسه ۱۳۰۰ تنه له دې وجې مړه شوي دي.