هند له نړیوال جام څخه بهر شو

د دهوني له سوځیدو وروسته په سلګونو مینوال له میدان څخه ووتل

د کرکټ د نړیوال جام لومړۍ پایلوبه پرون د سه شنبې په ورځ (جولای ۹) د هند او نیوزيلنډ تر منځ پیل شوې وه خو د ۴۷ اوور په لومړي بال باندې باران تیز شو چې له کبله یې لوبڅارانو د لوبې درولو پریکړه وکړه. تمه وه چې باران به ودریږي او لوبډلې به بیرته میدان ته راکوزې شي خو داسې ونشول.

قانون دا دی چې باید نیمه پایلوبې تر سره شي او همدې سره د کرکټ نړیوالې شورا هم فیصله وکړه چې پاتې لوبه به د چهارشنبې په ورځ دوام ومومي.

دا چې د نیوزيلنډ تکړه لوبغاړی راس ټيلر لا سوځیدلی نه وو، تمه وه چې هغه به د نیوزيلنډ منډې په وروستیو څو اورونو کې لا ډیرې کړي خو هسې ونشول او د نیوزيلنډ ټوله لوبډله په ۲۳۹ منډو وسوځيدله.

د نیوزیلنډ لخوا راس ټیلر په ۹۰ توپوونو ۷۴ نمرې وکړلې او ورسره د نیوزيلنډ کپتان کېن ویلمسن په ۹۵ توپونو ۶۷ نمرې وکړلې.

د هند توپ اچوونکو له ډلې بووشنر کمار ۳ کسان وسوځول او په ۱۰ اورونو کې یې یواځې ۴۳ منډې ورکړلې.

په ځواب کې چې کله د هند لوبډله میدان ته راغلله نو په لومړیو څلورو اورونو کې د دوي درې لوبغاړي په ۵ منډو وسوځیدل.

د ویرات کهولي، روهت شرما او کې ال راهول په سوځیدو سره د هند پاتې لوبغاړو ته د ۲۴۰ نمرو دغه نسبي اسانه هدف سخت ښکاریده او دوي درې نور لوبغاړي تر ۹۲ منډو پورې تم پاتې شول.

په ۳۰م اوور کې د هند ۶ لوبغاړي سوځيدلي و او داسې ښکاریدله چې لوبډلې یې دغه لوبه بایلي خو له هغې وروسته د مهندرسنګ دهوني او رویندرا جدیجا په ګډه ۱۱۶ نمرې وکړلې

په ۴۹ اوور کې دهوني د فرګسن په لومړي توپ باندې شپږیزه ووهله او داسې ښکاریدله چې لوبه به هند ګټي خو په دریم توپ باندې چې کله دهوني غوښتل چې دوه منډې جوړه کړي، د مارټن ګوپتل لخوا رن اوټ شو.

په پاې کې د هند ټوله لوبډله په وروستي اوور کې د ۲۲۱ نمرو وسوځیدله او په دې توګه هند د نړیوال جام په نیمه پایلوبه کې نیوزيلنډ ته لوبه وبایلله او له نړیوال جام څخه بهر شو.