هند او پاکستان په کشمیر کې په سمدستي اوربند موافقه وکړه 

هند او پاکستان موافقه کړې چې د کشمیر په لانجمنه سیمه کې سمدستي پوځي دښمنۍ پای ته ورسوي او د ۲۰۰۳ کال د متارکې توافقنامه بیا عملي کړي چې د دواړو اټومي وسلو لرونکو سیالو ګاونډیانو ترمنځ کړکیچ راکم شي.

د دواړو هیوادونو لخوا په خپرې شوې ګډې اعلامیې کې د دواړو هیوادونو لوړپوړو پوځي قوماندانانو ویلي چې له دې وروسته به دواړه غاړې د موجوده توافقنامو څخه پالنه کوي او په پوله باندې به د هر ډول تاوتریخوالي مخنیوی کوي.

د پاکستان د پوځ لخوا په خپرې شوې اعلامیې کې ویل شوي چې”دواړه غاړې به ګډو ګټو او دایمي سولې پالنه کوي او د یو بل خبرو ته به غوږ نیسي او د هغو راولاړو شویو ستونزو د حل لپاره په ګډه کار کوي چې په تیرو وختونو کې د تاوتریخوالي سبب شوې وې. “

د پاکستان او هند پوځي مشرانو همداراز په خپلو خبرو کې ویلي چې «د دواړو هیوادونو ترمنځ موجودې توافقنامې د ستونزو حل کولو لپاره کافي دي خو په پوله باندې د پوځي مسؤلینو ترمنځ‌ لیده کاته او خبرې اترې د هر ډول غلط فهمۍ لیرې کولو کې ښه رول لوبولی شي.»

دواړو غاړو د یو بل ترمنځ په بیړني حالت کې اړیکې شمیرې په نوم یوه شمیره ځانګړې کړې چې د تاوتریخوالي په صورت کې دواړه غاړې له یو بل سره پکې اړیکې نیولی شي. دغه سیستم د تیرو څو میاشتو کړکیچنو اړیکو او پر پوله د تاوتریخوالي د حل لپاره جوړ شوی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي دغه اقدام ستایلی او هیله یې ښودلې چې “هند به یې په جدي توګه عملي کولو ته ژمن پاتې شي. “

په هند کې هم د هندو ورځپاڼې ایډیټر امیت باروا امریکا غږ سره په مرکه کې دغه اقدام ستایلی او ویلي یې دي چې “دغه کار باید ډیر پخوا شوی وای. هغه زیاتوي چې هند او پاکستان باید د پولې په دواړو غاړو کې د اوسیدونکو کسانو په خاطر له یوبل سره تل د جګړې پر ځای مخامخ خبرې وکړي. “

د کشمیر په سر د ۱۹۴۷ کال څخه راپدیخوا د هند او پاکستان ترمنځ درې وارې جګړه شوې ده خو لا هم د همالیا سیمې په سر د دواړو هیوادونو ترمنځ روانه کشاله لا هم حل شوې نده.