د هند د کرکټ د ملي لوبډلې مشهور لوبغاړي ویرات کوهلي په یوې ورځنیو لوبو کې ۵۰ سلیزې پوره کړې.
دا په نړیوال کرکټ کې یو نوی ریکارډ دی. ویرات کوهلي دا ریکارډ د چهارشنبې په ورځ نومبر ۱۵ (لړم۲۴) د کرکټ د ۲۰۲۳ کال د نړیوال جام سیالیو په لومړۍ نیمه پایلوبې کې د نیوزلنډ په مقابل لوبې کې جوړ کړ.
لوبه د ممبۍ د وانکید (Wankhede) په لوبغالي کې وشوه چې نیوزلنډ د هند د ۳۹۷ منډو په ځواب کې ۲۳۷ منډې وکړې، هند په ۷۰ مندو وګټله او پایلوبې ته ووت.
ویرات کوهلي خپله پنځوسمه سلیزه په ۱۰۶ توپونو وکړه. دی په ۱۱۷ منډو اوټ شو چې په منډو کې یې دوې شپږیزې او نهه څلوریزې شاملې وې.
Virat Kohli lights up the biggest stage with a record 50th ODI century 👊#CWC23 | #INDvNZ pic.twitter.com/z1Glnd37vk
— ICC Cricket World Cup (@cricketworldcup) November 15, 2023
کوهلي په دغې سلیزې سره د هند د یو بل مشهور پخواني لوبغاړي سچن تنډولکر ریکارډ هم مات کړ، هغه په یوې ورځنیو نړیوالو لوبو کې ۴۹ سلیزې کړې وې.
تنډولکر هم د دغې لوبې د لیدو لپاره په میدان کې ناست و او کله چې کوهلي سلیزه وکړه، هغه له خپل ځای څخه پاڅېده او کوهلي ته یې چکچکې وکړې.
تنډولکر په خپل ایکس حساب کې د کوهلي د ستایلو تر څنګ لیکلي دي چې خوشحاله دی یو هندي لوبغاړي د هغه نړیوال ریکارډ ماټ کړ.
« تاسو مې په اول ځل د هند د کرکټ لوبغاړو د جامو بدلولو په خونې کې ولیدی، نورو لوبغاړو ځورولې چې [د احترام لپاره] زما پښو ته ټېټ شی او ما هم خپله خندا نشوه ټېنګولای. خو تاسو ډېر ژر په خپل مهارت او لیوالتیا سره زما زړه ته لاره وکړه. خوشحال یم چې اوس هغه ځلمی د کرکټ "ویرات" شو. ما ته دا هم د خوشحالۍ ځای دی چې یو هندي لوبغاړي زما ریکارډ مات کړ....»
The first time I met you in the Indian dressing room, you were pranked by other teammates into touching my feet. I couldn’t stop laughing that day. But soon, you touched my heart with your passion and skill. I am so happy that that young boy has grown into a ‘Virat’ player. I… pic.twitter.com/KcdoPwgzkX
— Sachin Tendulkar (@sachin_rt) November 15, 2023
د نړۍ د کرکټ سلګونو لوبغاړو او زرګونو مینه والو ویرات کوهلي ته د دغه نوي ریکارډ مبارکي ورکړې ده. ویرات کوهلي هم له لوبې وروسته په خپلو خبرو کې وویل چې دا د هغه لپاره یو لوی ویاړ دی.
د هند صدراعظم نریندرا مودي هم د کوهلي د پنځوسو سلیزو د ریکارډ جوړولو ستاینه کړې ده او ویلي دي چې دا د هغه د قوي هوډ او استثنایي استعداد څرګندونه ده. مودي هیله ښودلې ده چې کوهلي د اینده نسلونو لپاره د معیارونو ټاکل روان وساتي.
Today, @imVkohli has not just scored his 50th ODI century but has also exemplified the spirit of excellence and perseverance that defines the best of sportsmanship. This remarkable milestone is a testament to his enduring dedication and exceptional talent. I extend heartfelt… pic.twitter.com/MZKuQsjgsR
— Narendra Modi (@narendramodi) November 15, 2023
دا د ۲۰۲۳ کال په نړیوال جام کې د ویرات کوهلي درېیمه سلیزه وه، هغه د جنوبي افریقا او بنګله دېش په مقابل لوبو کې هم سلیزې کړې وې. نوموړي په روان نړیوال جام کې تر دې دمه تر بل هر منډه جوړوونکي ډېرې ۷۱۱ منډې کړې دي.
ویرات کوهلي په نړیوال کرکټ کې ټولې ۸۰ سلیزې لرې چې ۵۰ یې په یوې ورځنیو، ۲۹ یې په پنځو ورځنیو (ټسټ لوبو) او یوه سلیزه یې په شل اوریزو سیالیو کې کړي دي.
په نړیوال کرکټ کې تر ټولو ډېرې سلیزې د هند پخواني لوبغاړي سچن تنډولکر کړي دي چې ۱۰۰ سلیزې دي.