هند کې د بابري ړنګ شوي جومات ځای کې د هندو مذهب معبد پرانیستل کیږي

د رام دا معبد د روانې جنوري میاشتې په ۲۰ مې نیټې پرانیستل کیږي او په هند کې به د هندو مذهب تر ټولو ستر معبد وي.

د هند اتر پردیش په ایالت کې چارواکي د هندو مذهب یو ستر معبد پرانیستو ته چمتوالی نیسي او ټاکل شوې چې صدراعظم نریندرا مودې به پخپله دا معبد پرانیزي.

ټاکل شوې چې د دې ایالت د ایودهیا په ښار کې دا معبد د روانې میاشتې په ۲۲ مې نیټې د دوشنبې په ورځ پرانیستل شي.

دا معبد د هندوانو خدای رام ته ځانګړی شوی. د هندو مذهب ډیر پیروان ادعا لري چې رام د ایودها په ښار کې زیږیدلی و.

دا ستر معبد په هماغه ځای کې جوړ شوی چې پخوا پکې په شپاړلسمې پیړۍ کې جوړ شوی د بابري جومات و.

یو شمیر قهریدلو هندوانو په ۱۹۹۲ کال کې دا جومات ړنګ کړ چې د مسلمانانو او هندوانو تر منځ په ټول هند کې د شخړې سبب شو او تقریباً ۲۰۰۰ کسان پکې ووژل شول.

د دې معبد پر سر د مسلمانانو او هندوانو تر منځ د څو کالونو حقوقي او قانوني جنجالونو وروسته د هند سترې محکمې په ۲۰۱۹ کال کې حکم صادر کړ چې دا سیمه د هندوانو پورې اړه لري.

د سترې محکمې دا پریکړه د هندوانو ډلې او د صدراعظم نریندرا مودي هندو ملت پال بهارتیا جانتا ګوند لپاره ستر بری و.

ټاکل شوې چې د دې معبد جوړیدو ټول کار د بل کال تر پایه بشپړ شي او په هند کې به د هندو مذهب تر ټولو ستر معبد وي. پدې معبد کې ۶۰۰ زره متر مکعبه ګلابي کاڼي او ماربل کارول شوي او ۱۸۰ ملیونه ډالر پرې لګول شوي.

د ایودهیا په ښار کې د دې معبد پرانیستلو څخه وړاندې سړکونه پراخ شوي، ځانګړې دروازې پکې درول شوي، د بیلا بیلو رنګونو رسامۍ پر هر ځای کې لګول شوي او په دیوالونو د رام انځورونه هم رسامي شوي.

په همدې ښار کې تیره میاشت هوایي ډګر هم فعال شو او د اورګاډي پټلۍ هم د پراخیدو په حال کې ده.

د معبد مسؤلینو د پرانیستې مراسمو لپاره د هندو مذهب څه باندې ۷۵۰۰ مشهورو مذهبي او سیاسي مشرانو، د بالیوډ هنرمندانو، مشهورو ورزشکارانو، صنعت کارانو او نورو ته بلنه ورکړې.

مسؤلینو ویلي چې د پرانیستلو مراسم به په مستقیمه توګه په انټرنیټ خپره شي تر څو په ټولې نړۍ کې یې د هندو مذهب پیروان وګوري.

د دې معبد پرانیستلو په ورځ په ګڼ شمیر ایالتونو کې ښوونځي تړل شوي او فدرالي حکومت هم ویلي چې پدې ورځ به ادراې تر نیمایي ورځې کار کوي.