هند، د مسلمانانو پر حقونو د تیریو په اړه د امریکا رپوټ رد کړ

هند د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغه کلنی رپوټ رد کړی چې وایي دغه هیواد د مسلمانانو ضد تاوتریخوالي په مخنیوي کې پاته راغلی دی.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت یو تازه رپوټ چې د جمعې په ورځ (جون ٢١) خپور شوی د هند د حکومت کمزورتیا یې تر پوښتنې لاندې نیولې چې د هغه هیواد د مسلمان اقلیت پر وړاندې د تاوتریخوالي ډکو بریدونو په محدودولو کې پاته راغلی دی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند راویش کمار، په یوه اعلامیه کې ویلي دي: "هند په سیکولر اعبار ویاړي او دغه هیواد د سترې دموکراسۍ په نامه یادیږي او یوه ټولخوښې ټولنه لري چې زغم او ټولواکۍ ته لرغونی ژمنتیا لري."

د امریکا د متحده ایالاتو رپوټ همداشان وایي چې د هند د صدراعظم نریندرا مودي د واکمن گوند یو شمیر لوړپوړو مقاماتو تیر کال د دیني اقلیتونو پر ضد پارونکې ویناوی کړې دي.

خو ښاغلي کمار ویلي دي چې د هند اساسي قانون د مسلمانانو په گډون د هیواد د ټولو اوسیدونکو بنسټیز حقونه او دیني ازادۍ تضمینوي. هغه زیاتوي چې مسلمانان د هند د ١.٣ میلیارد نفوس ١۴ فیصده جوړوي.

ښاغلي کمار وویل "مونږ ددې اړتیا نه وینو چې یو بهرنۍ بنسټ زمونږ د وگړو د حقونو د وضعیت په اړه چې په اساسي قانون کې محفوظ دي" دا ډول څرگندونې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په هند کې پر اقلیتونو باندې بریدونه څارلي دي. ددغه رپوټ له مخې هندو جنایتکارو او سخت دریځو ډلو ټول تیر کال پر اقلیتونو په ځانگړې توگه پر مسلمانانو بریدونه کړي دي. داسې اوازې هم شته چې ددغو بریدونو قربانیان هغه کسان وو چې د غواو د غوښې کاروبار یې کاوه، هغه ژوي چې هندوان ورته مذهبي عقیده لري او هغه پالي.

غیر دولتي سازمانونو هم رپوټ ورکړی چې په ځینو مواردو کې د هند حکومت ندی توانیدلی چې پر دیني اقلیتونو، منزوي کړای شویو ټولنو او د حکومت پر منتقدینو باندې د بریدونو په وړاندې اقدام وکړي.

ټاکل شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د سه شنبې په ورځ د سرطان په څلورمه (جون ٢٥) هند ته لاړ شي.