پاکستان: د افغانستان د سولې لپاره د هند همکارۍ ته اړتیا ده

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وایي هیواد یې نه غواړي چې د افغانستان د خاورې نه د پاکستان ضد فعالیتونو لپاره گټه واخیستل شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي دغه څرگندونې د خپلو مخکنیو خبرو د توضیح کولو لپاره وکړې چې ویلي یې وو د سیمې هیوادونه په ځانگړې توگه هند باید د افغانستان د سولې په بهیر کې فعال رول ولوبوي.

ښاغلي قریشي د دوشنبې په ورځ د لیندۍ د میاشتې په ٢٠ د پاکستان پارلمان ته ویلي وو اسلام آباد د افغانستان د سولې مذاکراتو ته د زمیمې د برابرولو لپاره ژمن دی، خو ددې لپاره د هند همکارۍ ته اړتیا ده.

ښاغلي قریشي ویلي چې په افغانستان کې د سولې ټینگیدل د سیمې د هیوادونو لکه هند، ایران، تاجکستان او چین "گډ مسؤلیت" دی. هغه په ځانگړې توگه د افغانستان د سولې په بهیر کې د هند رول "ضروري" وگاڼه.

د مذاکراتو میز ته د طالبانو د حاضرولو لپاره د هڅو په گړندي کیدو سره پدې وروستیو کې امریکا ددې بهیر نه د سیمې د هیوادونو ملاتړ غوښتی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د هیواد پارلمان ته په وینا کې وویل چې اوس د امریکا د متحده ایالاتو، افغان دولت او طالبانو په گډون د افغانستان د جگړې ټول ښکیل اړخونه دې نتیجې ته رسیدلي چې د افغانستان جگړه سیاسي حل ته اړتیا لري.

امریکایي مقاماتو چې اوس یې د افغانستان د جگړې د پای ته رسولو او پدې هیواد کې د امنیت د ټینگیدو لپاره هڅې گړندۍ کړي تل د افغانستان د سولې په بهیر کې یې د پاکستان په رول ټینگار کړی دی او پر اسلام آباد باندې یې فشار راوړی چې طالبان د مذاکراتو میز ته راولي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانگړي استازي زلمي خلیلزاد، پدې وروستیو میاشتو کې لږ تر لږه درې ځلې سیمې ته سفر کړی دی او پاکستان ته یې ځانگړی سفر هم کړی دی.

د پاکستان صدراعظم عمران خان ویلي چې د طالبانو سره سوله د اسلام آباد په گټه ده او ژمنه یې کړې چې ددې کار لپاره به هڅه وکړي.

که څه هم چې دا لومړی ځل دی په افغانستان کې د طالبانو سره د سولې په بحث کې د هند او پاکستان اړیکې مطرح کیږي.

د افغانستان دولت په وار وار ویلي دي چې د افغانستان کړکیچ بهرنۍ ریښې او عوامل لري او په سیمه کې د مختلفو اړخونو د ملاتړ د جلبولو پرته د افغانستان د جگړې پای ته رسیدل مشکل دي.