هند د مسعود اظهر په اړه د چین اقدام خواشینی کړی

د هند د بهرنو چارو وزارت وایي چې د مسعود اظهر د نوم د ترهگرو په لسټ کې د شاملولو هڅې به جاري وساتي

هند د چین د هغې اقدام په اړه خواشینې ښودلې ده چې د ملگرو ملتونو لخوا یې د مسعود اظهر د نوم د ترهگرو په لسټ کې د اچولو پریکړه ځنډولې ده

مسعود اظهر د یوې ترهگرې ډلې جیش محمد مشري کوي او په پاکستان کې اوسیږي. د هند په کشمیر کې د یوې خونړۍ حملې وروسته هند کوښښ کاوه چې ملگري ملتونه د هغه نوم د ترهگرو په تور لسټ کې شامل کړي خو چین وایي هغوي نور وخت ته ضرورت لري.

د هند د بهرنو چارو وزرات په یوه اعلامیې کې وایي چې هغوي به د هغو ترهگرو د عدالت سره د مخامخ کیدو لپاره خپلې هڅې جاري وساتي چې د هند د ولس ژوند ته یې خطر پیښ کړی وي.

هند د مسعود اظهر په اړه د چین د رول نه سخت مایوسه دی ځکه دا دریم ځل دی چې چین د پاکستاني ترهگر مسعود اظهر د نوم د ترهگرو په لسټ کې د شاملیدو د پریکړې سره مخالفت څرگندوي.

د پاکستان په سنا کې د بهرنو چارو د کمیټې مشر سناتور مشاہد حسین ویلي و چې چین به پدی اړه پریکړه د پاکستان سره د مشورې نه وروسته کوي. مشاهد حسین امریکاغږ ته وویل" "چین د ترهگرۍ په هکله دا دریځ لري چې دغه د هند، پاکستان او چین ټولو په تاوان ده."

مشاهد حسین وویل چې چین دا خبره څرگندول غواړي چې د ترهگرۍ مسله دې د سیاسي اهدافو لپاره نه کارول کیږي. هغه وایي چې چین د پاکستان ملگرتیا کوي.

د دچین د بهرنو چارو د وزرات ویاند اوس دا وایي چې هغوي د جیش محمد د مشر مسعود اظهر د نوم د ملگرو ملتونو د ترهگرو په لسټ کې د شاملیدو په اړه د هند سره په تماس کې دي او پدی اړه د ملگرو ملتونو نه نور وخت غواړي.