هند: د پاکستان سره خبرې کوو د ټرورستانو سره نه

د هند د بهرنو چارو وزیر جی شنکر

د هند د بهرنو چارو وزیر ایس جی شنکر ویلي دي چې هند د پاکستان سره خبرو ته تیار دی خو د ټرورستانو سره به خبرې ونه کړي.

د هند د بهرنو چارو وزیر ایس جي شنکر په پاکستان تور لگولی دی چې د کشمیر په مسله یې د ترهگرۍ صنا جوړه کړیده چې اوس یې دغه کار په ډوبیدو دی.

د هند یو ټلویژن (این ډي ټي ویي) وایي چې د بهرنو چارو وزیر ښاغلي شنکر دغه څرگندونې په نیویارک کې د اسیایي ټولنې یوې غونډې ته د وینا په مهال کړیدي.

جی شنکر وویل چې د هغې نه وروسته چې هند د کشمیر ځانگړې حیثیت ختم کړی، د پاکستان غبرگون اوس په مایوسۍ کې بدل شویدی. هغه زیاته کړه

"د کشمیر په معامله پاکستان د هند ضد د ترهگرۍ صنا جوړه کړې وه چې د تیرو اویاو کلونو نه یې پکې پانگه اچونه کړي وه او اوس یې دغه پانگه په ډوبیدو ده".

ښاغلي شنکر وویل چې د کشمیر د ځانگړي حیثیت ختمول د هند داخلي امنیت ته هیڅ ډول خطر ندی پیښ کړی او د پاکستان او چین عکس العمل هغه څه و چې دوي یې تمه لرله.

د هغه نه وروسته چې هند د کشمیر ځانگړی حيثیت ختم کړیدی، پاکستان د دغې پریکړې په ضد پرله پسې احتجاج کړیدی او د نړیوالو نه یې غوښتي چې په دغه لړ کې د پاکستان د دریځ تائید او ملاتړ وکړي.

له بلې خوا د پاکستان صدراعظم عمران خان په نیویارک کې یو تحقیقاتي مرکز ته په وینا کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ نه وغوښتل چې د کشمیر په مسله د هند حکومت خبرو ته اماده کړي خو هند وایي چې د کشمیر مسله د هغوي داخلي مسله ده.