هند د انرژۍ سکتور په داسې انرژۍ بدلوي چې چاپیریال ککړ نه کړي

هند چې په نړۍ کې د کاربن د غاز دریم لوی تولیدوونکی هیواد دی، هڅه کوي چې د انرژۍ سکتور په داسې طریقه بدل کړي چې چاپیریال ککړ نه کړي.

هڅه کیږي چې د دغه هېواد په پایتخت کې د کورونو او د ودانیو د بامونو پرسر د سولر تختې نصب شي. د لمر په انرژۍ چلېدونکی یو بس د نوي ډيلي په ښار کې په دې خاطر فعالیت کوي چې خلک د سولر له انرژۍ څخه ګټې اخیستو ته تشویق کړي.

د سولر کومیت په نامه په دغه بس کې خلک په سپرېدو دا زده کوي چې د دوی د بامونو پر سر د سولر تختې په مناسب قیمت سره د دوی کورونو ته د دغه بس په شان برق ورکولی شي.

په هند کې د ګرین پیس په نامه موسسه د حکومت له خوا د خلکو د بامونو په سر د سولر د تختو د نصبولو پروګرام تمویلوي.

د دغه موسسې کارکوونکې پوجاریني سن وايي د سولر د تختو ارزانتیا او د حکومت مالي ملاتړ د ډیرو خلکو د کورونو پربامونو د سولر نصبول اسانه کړي. هغه وایي "زه فکر نه کوم خلکو لاتراوسه دا د پانګونې د یوه انتخاب په توګه پیژندلې وي."

خلکو ته د دې ډول بحثونو د زمینې په مساعدولو سره د سولر کومیت بس د ډیلي په شان له بیروباره ډکو او قیمتي ښارونو کې د بامونو پرسر د سولر د تختو له نصبولو سره مرسته کړې.

د میلیونونو کورونو پرسر د سولر د نصب شوو تختو له لارې د لمر د انرژۍ اخیستل د هند د هغې ستراتيژۍ مهمه برخه جوړوي چې غواړي د کاربن غاز انتشار کم کړي خو په ښاري سیمو کې د پاکې انرژۍ عمومیت پیداکول سوکه پرمخ ځي.

پروین کمار چې یو نیم ساعت یې د سولر کومیت په بس کې سفر وکړ په دې پوه شو چې د سولر تختې لوی بام او ډیر حفظ او مراقبت ته ضرورت نه لري، او د برق د مصرف پیسې هم سپموي نو پریکړه یې وکړه چې له سولر څخه به ګټه اخیستل شروع کړي.

کمار وایي"مونږ اوس دا حقیقت درک کړی چې د بامونو پرسر مو د سولر تختو د لګولو لپاره همدا اوس مناسب وخت دی. له بام څخه مونږ کومه بله ګټه نه اخلو. په څلورو- پنځو کلونو کې یې کړی مصرف بیرته باسي."

د نوي ډیلي اوسېدونکي چې ښار یې د نړۍ په کچې ډیره ککړه هوا لري اوس په دې پوه شوي چې سولر د اقتصادي ګټې ترڅنګ نورې ګټې هم لري. یو زیات شمیر تجارتي او ښوونیزو تاسیساتو لا له مخکې په خپلو بامونو سولر نصب کړي.

د دیال سنګ کالج مدیر اندرجیت سنګ بخشي وايي یو کال مخکې یې د سولر له انرژۍ استفاده پیل کړې او ګټه یې داسې یادوي."مونږ چاپیریال ته ۸۴ ټنو کاربن دای اکساید د انتشار مخه ونیوله. د دغو تختو په نصبولو سره په یوه حساب مونږ په زرګونو ونې کینولې."

نوې تکنالوژي کولی شي د سولر هغه انرژي چې مصرف شوي نه وي په نورو کورونو تقسیم کړي.

د ډیلي یو اوسېدونکی په دې هکله وايي "په اوږد مهال کې زه د ښه والي احساس کوم ځکه زه برق تولیدوم او ځمکې ته نور تاوان نه رسوم."

د سولر کومیت په شان ابتکارونه کورونه تشویقوي چې پاکې انرژۍ ته مخه کړي. داسې خوشبینې موجوده ده چې ښايي هند په ۲۰۲۲ کال کې د خپلې اړتیا وړ انرژۍ څلوېښت فیصده له غیر فوسیلي موادو ترلاسه کړي. له هغې ژمنې هم زیاته چې د پاریس د اقلیم په تړون کې یې کړیده.