هند د آسیا جام لپاره لوبډله اعلان کړله

د آسیا جام سیالۍ د همدې میاشتې په پنځلسمې په عربي متحده اماراتو کې پیل کیږي.

د هند کرکټ بورډ د آسیا د جام لپاره لوبډله اعلان کړله. په لوبډلې کې تر ډیره حده نویو لوبغاړو ته فرصت ورکړل شوی. په اعلان شوې لوبډله کې د هند د کپتان ویرات کوهلي نوم نشته او پر ځای یې روهیت شرما ګمارل شوی.

په سکواډ کې د شپاړلسو لوبغاړو نومونه راغلي چې نوې څیرې پکې شته او ډیری یې ځوانان دي. د هند په ملي لوبډلې کې د لومړي ځل لپاره ځوان لوبغاړي خلیل احمد ته فرصت ورکړل شوی.

خلیل احمد تیز توپ اچونکی دی چې په کیڼ لاس توپ اچوي. احمد شل کلن دی او یوازې ده د فرسټ کلاس لوبې یې کړیدي. هغه د هند د غوره لیګ په همدې تیرو سیالیو کې د حیدرآباد د لوبډلې لپاره لوبه کوله. د افغانستان راشد خان او محمد نبي هم په همدې لوبډلې کې و.

د هند د لوبغاړو د غوراوي کمیټې ویلي دي چې اکثره دا لوبغاړي به په ۲۰۱۹ کال کې د نړیوال جام په سیالیو کې په لوبډلې کې وي.

د آسیا جام سیالۍ د سپټمبر د میاشتې په پنځلسمیې په عربي متحده اماراتو کې پیل کیږي. لومړنۍ لوبه د سریلانکا او بنګله دیش د لوبډلو تر منځ کیږي. د افغانستان د لوبډلې تر څنګ پدې سیالیو کې هند، بنګله دیش، سریلانکا، پاکستان او یوه بله لوبډله چې تر اوسه ټاکل شوې نده، برخه لري.

افغانستان په بي ګروپ کې د بنګله دیش او سریلانکا د لوبډلو سره دی. په اې ګروپ کې هند، پاکستان او یوه بله لوبډله چې د غوراوي پړاو نه ټاکل کیږي، شامل دي.

هند، سریلانکا او بنګله دیش د آسیا جام د سیالیو لپاره لوبډلې اعلان کړي خو افغانستان او پاکستان بیا تر اوسه دا کار ندی کړی.

دا څوارلسم ځل دی چې چې د آسیا د جام سیالۍ کیږي. . هند شپږ ځله ددې سیالیو اتلولي ګټلې، پنځه ځلې سریلاناک او دوه ځلې پاکستان پکې اتل شوی.