آیا هند په رښتیا سریلانکا ته د نړیوال جام د بایللو په بدل کې پیسې ورکړي؟

د ۲۰۱۱ کال د کرکټ د نړیوال جام وروستۍ یا فاینل لوبه د هند د مومبای ښار د وانکهډې په لوبغالي کې د سریلانکا او هند تر منځ وشوه او هند د دویم ځل لپاره د کرکټ د نړیوال جام اتلولي وګټله.

خو پدې تیرو څو اوونیو کې داسې آوازې خپرې شوي چې ګنې هند د سریلانکا لوبغاړو ته پیسې ورکړي چې په قصدي توګه لوبه وبایلي. د سریلانکا پولیسو د پخواني لوبغاړي اروینډا ډي سلوا نه په همدې قضیه کې شاوخوا لس ساعته پوښتنې وکړلې. ‌ډي سلوا په هغه وخت کې د لوبډلې د غوراوي مسؤل (چیف سلیکټر) و.

پولیسو همدارنګه د سریلانکا د نوموتي لوبغاړي او د ۲۰۱۱ کال د نړیوال جام په سیالیو کې د سریلانکا د لوبډلې د کپتان کومار سنګاکارا او بل لوبغاړي اوپل ترانګا نه هم تحقیقات کړیدي. پولیسو د تحقیقاتو نه وروسته دا قضیه وتړله او وې ویل چې کافي شواهد نشته چې وښیي سریلانکا په قصدي توګه په هند دا لوبه وبایلله. خو خبره همدلته ختمه نشوه.

د سریلانکا د انرژۍ وزیر، مهیندانادا الوت ګماګې چې په ۲۰۱۱ کالې د سپورت وزیر و، نن د سه شنبې (جولای ۴مه) ویلي چې د کرکټ نړیوال شورا ته یې تازه شواهد ورکړي او ښیي چې د نړیوال جام په وروستۍ یا فاینل لوبې کې ټګي شویده.

مهیندانادا الوت ګماګې وایي " یو شمیر زورواکي خلک شته چې د تحقیقاتو نه کیدو په خاطر یې ډیرې پیسې مصرف کړي ". د سریلانکا دغه چاروکي همدارنګه ویلي چې د کرکټ د نړیوالې شوارې د فساد ضد څانګې مشر ، الیک مارشال ته یې ویلي چې د نورو شواهدو ورکولو لپاره هم چمتو دی.

د سپورت پخوانی دغه پخوان وزیر وایي پولیسو دا قضیه په سمه توګه نده څیړلې او د سریلانکا د جمهور رئیس ګوتابایا راجا پاسکا نه یې غوښتي چې د کرکټ په نړیوالې شورا فشار راوړي او دا قضیه دې په سمه توګه وڅیړي.

خو د کرکټ نړیواله شورا ( آی سي سي) وایي تر اوسه ورته داسې شواهد ندي ورکړل شوي چې د تحقیقاتو د پیل کولو ارزښت ولري. آی سي سي وایي دا ډول تورورنه جدي ګڼي او که شواهد ورکړل شي، په تحقیقاتو کې همکاري کوي.