د هند د یو رېکشا چلوونکي زوی د کرکټ نړیوال ریکارډ جوړ کړ

د داناواد پلار د ممبۍ په ښار کې یوه رېکشه چلوي چې وپايي.

هند چې په کرکټ کې ډېر شهرت لري هر وخت په کې د ښوونځیو په کچه د کرکټ سیالۍ کیږي چې د راتلونکې لپاره غوره لوبغاړي پېدا شي.

د هند د ممبۍ د ښار یو زده کوونکي په یوې لوبې کې ۱۰۰۹ منډې وکړې چې دا د کرکټ په تاریخ کې په یوې لوبې کې تر ټولو ډېرې منډې دي.

پنځلس کلن پراناوا داناواد په ۳۲۳ توپونو باندې دومره منډې وکړې او د ۱۱۷ کالو یو پخوانی ریګارډ یې مات کړ.

پراناوا داناواد ۱۲۹ څلوریزې او ۵۹ شپږیزې ووهلې.

تر هغه مخکې یو وارې په ۱۸۹۹ کال کې د انګلينډ د ښوونځیو په داخلي سیالیو کې یو بل لوبغاړي په یوې لوبې کې ۶۲۸ منډې کړې وې.

داناواد د یو رېکشا چلوونکي زوی دی.

دی د ممبۍ په ښار کې د ګاندي د عالي لېسې په لوبډلې کې لوبیږي او د سه شنبې په ورځ یې دا نوی تاریخ جوړ کړ.

جالبه دا وه چې د هغوی مخالفه، د اریا ګروګول د ښوونځي لوبډله، یوازې په ۳۱ منډو وسوځېدله.

د هند د ممبي ایالت د ښوونځیو دغه سیالۍ د بندري کپ په نامه یادیږي.

د هند پخواني وتلي لوبغاړي سچن ټنډولګر هغه ته د دغه نوي ریګارډ مبارکي ورکړې ده.

نوموړي د هندوستان ټایمز ورځپاڼې ته وویل " زه چټک منډه جوړوونکی یم ،هر وخت چټکې او ډېرې منډې کوم. کله چې نن لوبې ته راووتم په خیال کې مې نه و چې داسې یو ریګارډ به جوړوم. "

د اسوشیټټ پرس خبري اژانس وايي چې د هغه لوبه په هند کې په بېسارې ډول ستایل شوې، په خاص ډول په ټولنیزو رسینو ټویټر او فیسبوک کې هغه ډېر ستایل شوی او یاد شوی دی.

د هند پخواني افسانوي لوبغاړي سچن ټنډولګر پر خپل ټویټر باندې هغه ته مبارکي ورکړه " پراناوا داناواده! مبارک دي وي درته چې لومړنی لوبغاړی شوي په یوې لوبې کې ۱۰۰۰ منډې کوي. ډېره عالي او ډېره ښه لوبه، روانه یې وساته. "

که څه هم دغه نوی ریګارډ د کرکټ د نړیوالې او اسیا د شورا سره رسمي بڼه نلري، خو بیا هم په کرکټ او په خاص ډول د هند د کورني کرکټ په تاریخ کې ثبت شو چې ماتول به یې ښايي لسیزې ونیسي.