هند یو ځل بیا سپوږمۍ ته فضايي بېړۍ استوي  

هند د همدې اوونۍ په پای کې سپوږمۍ ته یوه فضايي بېړۍ د استولو ماموریت پیلوي‌ او هیله لري چې په نړۍ کې څلورم هېواد شي چې د سپوږمۍ په مخ باندې تحقیقاتي فضايي بېړۍ ځای په ځای کوي.

دا د هند د فضايي تحقیقاتو د ادارې دا ډول دویمه هڅه ده. هند څلور کاله مخکې هم داسې یوه هڅه کړې وه خو نتیجه یې ورنکړه.

ټاکل شوې چې د چاندرایان-۳ په نوم، چې په سانسکرت کې د سپوږمۍ موټر [نقلیه واسطه] مانا لري، د هند فضايي بېړۍ د جمعې په ورځ جولاۍ ۱۴ (چنګاښ ۲۳) فضا ته واستول شي.

په دغې بېړۍ کې یو ګرځېدونکی او بل پلټونکی روباتونه ځای په ځای شوي‌ او ټاکل شوې چې د اګست په ۲۳ او ۲۴ نېټه د سپوږمۍ د مخ/سطحې څخه د نقشې اخیستلو په هدف ښکته شي.

د هند د فضايي تحقیقاتو د ادارې مشر اس سومنات وویل که دا ماموریت په خپل ټاکلي وخت کې ترسره نشي، باید د سپتمبر اخري نېټې ته وځنډول شي. هغه وویل چې د دغې بېړۍ اصلي هدف «په مصون او ښه ډول» کېناستل دي.

هند هڅه کوي چې خپله فضايي بېړۍ د سپوږمۍ د جنوب قطب په مخ ښکته کړي، هغه ځای چې لا کشف شوی نه دی او تیاره دی.

د منوهر پریکار د موسسې د مطالعاتو او دفاعي تحلیلونو د ادارې مشاور اجي لیلي امریکا غږ ته وویل: «تمه کېږي چې د سپوږمۍ جنوبي برخې به د هیلیوم-۳ او نورې ډېرې معدني زېرمې ولري. همدغه راز د اوبو د ذخیرو د موجودیت احتمال هم هلته شته.»

د اروپايي د فضايي پالیسۍ د ادارې یو مسئول توماس هروزنسکي په یو ایمیل کې په دې اړه امریکا غږ ته لیکلي‌دي: « د سپوږمۍ د توپوګرافۍ په اړه دا ډول مطالعات له علمي‌ درک سره مرسته وکړي چې په اینده کې به د نورو ماموریتونو او د هېوادونو د ماموریتونو لپاره اساس وي.»

هند په ۲۰۱۹ کال په بریالي‌ ډول د سپوږمۍ په مخ یوه فضايي بېړۍ ځای په ځای کړې وه، خو پلټونکې وسیلې یې د کېناستو په مهال په وروستیو شېبو کې سقوط وکړ.

لیلي ‌وویل چې هیله شته چاندرایان-۳ به په ارام ډول ښکته شي. هغه وویل: «هغه ستونزې چې تېر ځل د ماموریت د سقوط لامل شوې وې، حل شوي‌ دي. هغوی د ناستې سیستم غښتلی کړی او د هر ډول ضربې تحمل لري.»

د هند د فضايي چارو وزیر جیتندرا سینګ وویل: «په فضايي چارو کې زموږ د تخصص له زیاتېدو وروسته، هند نشي کولای چې د سپوږمۍ په لوري تګ څخه پاتې شي.»