هند د ماویست یاغیانو خلاف د 'پراخې جګړې' خبرداری ورکړی

د روان کال په لومړۍ نیمايي کې د یاغیانو په خلاف د هند د امنیتي ځواکونو په چاپو کې لږ تر لږه ۱۶۰ یاغیان وژل شوي دي.

د هند د کورنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ، سپتمبر ۲۰ (وږي ۳۰) خبرداری ورکړ چې که ماویست یاغیان تسلیم نشي نو پر وړاندې به یې "پراخه جګړه" پیل کړي.

د لسیزو راهیسې د هند په مرکزي ځنګلونو کې د ځای پر ځای دغو یاغیانو په بریدونو کې له ۱۰ زرو ډیر کسان وژل شوي دي.

د حکومتي معلوماتو له مخې، په وروستیو کلونو کې د ماویست یاغیانو په فعالیت کې د پام وړ کموالی راغلی او د روان میلادي کال په لومړۍ نیمايي کې د یاغیانو په خلاف د امنیتي ځواکونو په چاپو کې لږ تر لږه ۱۶۰ یاغیان وژل شوي دي.

په مرکزي هند کې د چتیسګړ ایالت له استازو سره له لیدنې وروسته، د هند د کورنیو چارو وزیر امیت شاه پر یاغیانو غږ وکړ: "زیاتره [یاغیانو] عام ژوند غوره کړی. تسلیم شئ او خپله وسله پر ځمکه کیږدئ. که دا کار ونکړئ، موږ به پراخه جګړه پیل کړو او بری به ترلاسه کړو."

امیت شاه زیاته کړه چې حکومت په پام کې لري چې تر ۲۰۲۶ پورې د یاغیانو خوځښت له منځه یوسي. په هند کې دغه یاغیان د "نکسل" په نامه هم یادیږي ځکه چې په ۱۹۶۷ کې یې په حاصلاخیزه مرکزي هند کې په همدې نامه سیمه کې د چین د انقلابي مشر ماو زیدونګ تر اثر لاندې خپله وسله واله مبارزه پیل کړې وه.

د یاغیانو دغه غورځنګ د ځايي قبیلو لپاره د ځمکو، دندو او په طبیعي سرچینو کې د ونډې غوښتنه کوله او وتوانیدل چې د هند په ختیځو او جنوبي سیمو کې ځای ونیسي.

هند په ۲۰۲۳ کې ادعا وکړه چې یاغیان یې ۴۵ ولسوالیو ته محدود کړي دي، په داسې حال کې چې په ۲۰۱۰ کې ماویست یاغیان د هند په ۹۶ ولسوالیو کې موجود وو.

هند په دغه سیمه کې د زیربنا به جوړولو او ټولنیزو بنسټیزو پروژو کې میلیونونه ډالر پانګونه کړې ده.