د هند کپتان د کرکټ د ټیسټ په لوبې کې نړیوال ریکارډ جوړ کړ

د هند د کرکټ د ملي لوبډلې تیز توپ اچوونکي جسپریت بومرا چې اوس مهال لوبډلمشر هم دی، د کوربه انګلستان د لوبډلې په خلاف د ټیسټ په لوبو کې په یو اور کې د ډیرو منډو کولو نړیوال ریکارډ جوړ کړ.

بومرا د شنبې جولای ۲ (چنګاښ۱۱) په لوبه کې د انګلستان د تیز توپ اچوونکي سټوارټ براډ په یو اور کې ۳۵ منډې وکړلې چې د ټیسټ په لوبو کې تر اوسه هیڅ یو لوبغاړي دومره ډیرې منډې نه وې کړې.

بومرا پداسې حال کې دا منډې وکړلې چې د هند د لوبډلې د توپ وهنې په لومړي نوبت کې یوازې یو لوبغاړی پاتې و چې نه و سوځیدلی.

د شنبې د لوبې څخه وړاندې د ټیسټ د لوبې په تاریخ کې په یو اور کې تر ټولو ډیرې منډې ۲۸ وې چې درې ځله دا کار شوی و. دوه توپ اچوونکي چې په یو اور کې ترې ۲۸ منډې شوي دواړه یې د انګلستان لوبغاړي دي.

سره لدې چې د هند په لوبډله کې د جسپریت بومرا نقش تیز توپ اچوونکی دی خو د هند یو بل لوبغاړي رویندار جدیجا چې د شنبې د ټیسټ په لوبې کې یې سلیزه وکړله خبریالانو ته وویل چې کله جسپریت بومرا په جال کې د توپ وهنې تمرین کوي، خورا جدي وي.

هغه وویل، "داسې نده چې کله هغه توپ وهنه کوي، رویه یې عادي وي. هغه پخپلې ویکټې بیه ږدي".

بومرا د نړیوال ریکارډ جوړولو تر څنګ په توپ اچوونې کې د انګلستان درې د سر لوبغاړي سوځولي.

هند پخپل لومړني نوبت کې ۴۱۶ منډې کړي او انګلستان بیا په ځواب کې تر اوسه یوازې ۸۴ منډې کړي او ۵ لوبغاړي یې سوځيدلي دي.