د هند د کرکټ ملي لوبډلې یو ورځنیو نړیوالو او ټسټ لوبو کپتان روهیت شرما وایي چې د اوس لپاره د پنځوس اوریزو نړیوالو لوبو د تقاعد اخیستو نیت نه لري.
ښاغلي شرما یکشنبه، مارچ نهمه ( کب ۱۹) دا څرګندونې په دوبۍ کې د اتلانو جام پای لوبې ګټلو وروسته په خبري کنفرانس کې وکړې.
هغه وویل، " غواړم واضح کړم چې زه هیچیرې نه ځم. زه له دې فارمټ ( پنځوس اوریزو لوبو) نه تقاعد کیږم."
هند د یکشنبي په لوبې کې د نیوزلینډ لوبډلې د ۲۵۲ منډو هدف په داسې حال کې پوره کړ چې یوازې شپږ لوبغاړي یې سوځیدلي و او په دې سره یې هند د درېیم ځل لپاره د چمپینز ټرافي اتلولي وګټله.
ددې سیالیو تر پای ته رسیدو وروسته ډیرې ګونګسې وې چې ښایي روحیت شرما به له یو ورځینو لوبو تقاعد واخلي خو هغه دا اوازې رد کړې.
روهیت شرما، ویرات کوهلي او رویندرا جدیجا تیر کال په ویسټ انډیز کې د شل اوریز نړیوال جام تر ګټلو وروسته له دې لوبو د تقاعد اخیستو اعلان وکړ او پریکړه یې وکړه چې یوازې پنځوس اوریزه او د ټیسټ لوبې به کوي.