هند کې طبي ډاکټرانو د ۲۴ ساعتونو لپاره بیا کاربندیز پیل کړ

په هند کې د طب ډاکټرانو په سیمه ایز وخت شنبه اګست ۱۷ ( زمري ۲۷) په ټول هیواد کې یو ځل بیا د ۲۴ ساعتونو لپاره کاربندیز پیل کړ.

ډاکټرانو د کولکتې په ښار کې په یوې ډاکټرې د جنسي تیري او بیا وژل کیدو په غبرګون کې دا کاري اعتصاب پیل کړی او یوازې د عاجلو ناروغانو درملنه به کیږي.

د هند طبي اتحادیې په یوې اعلامیې کې ویلي چې کاري اعتصاب د هند پر وخت د سهار په شپږو پیل شو او پدې معنی چې د نړۍ پدې تر ټولو ډیر نفوس لرونکي هیواد کې به انتخابي طبي عملیات نه کیږي او روغتونونو ته د سلا مشورو اخیستو لپاره ناروغان به هم نه کتل کیږي.

د کاري بندیز اعلان پدې معنی چې په ټول هند کې به په روغتونونو کې یوازې هغه څانګې فعالې وې چې عاجل ناروغان پکې کتل کیږي.

په هند کې ډاکټرانو وروسته تر هغه اعترضونه پیل کړل چې یوه ۳۱ کلنه د طب پوهنځي محصله د غربي بنګال روغتون ته داسې وضعیت کې انتقال شوه چې د خشونت نښې ورباندې وې او وژل شوې وه.

د عدلي طب معایناتو ښودلې وه چې په هغې باندې جنسي تېری شوی و او بیا وژل شوې وه. سیمه ایزو رسنیو راپور ورکړی دی چې پولیسو پدې قضیې کې هغه کس نیولی دی، چې په روغتون کې د ناروغانو لیکې برابرولې. وژل شوې نجلۍ په همدغه روغتون کې په عملي کار بوخته وه.

هندي ډاکټرانو لومړی په کولکتې کې مظاهره پيل کړه او بیا د هند نورو ښارونو ته هم وغځېده. اعتراض کوونکي له حکومت څخه غواړي چې د کاري چاپېریال امنیت لا ښه او عدالت تامین شي.

په هند کې په ښځو باندې جنسي تېری په یوې لویې ستونزې بدل شوی دی. پدې هیاد کې چې ۱.۴ میلیارد نفوس لري، د راپورونو په اساس په ۲۰۲۲ کال کې په اوسط ډول هره ورځ په ۹۰ نجونو او ښځو باندې جنسي تېري شوي وو.

ډاکټران وايي چې په خپل کاري چاپېریال کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي او په ځانګړي ډول هغه وخت چې د ناروغانو کورنیو ته د ناروغ د صحت په اړه کوم بد خبر ولري.

د هند د طبي ټولنې د یوې نظر پوښتنې په اساس، په دغه هېواد کې ۷۵ سلنه ډاکټران له یو ډول نه یو ډول خشونت سره مخامخ دي.