د هند فضايي بېړۍ د سپوږمۍ مدار ته داخله شوه 

په هند کې مقامات وايي چې فضا ته یې استول شوې فضايي بېړۍ [ماموریت] د سپوږمکۍ مدار ته داخله شوې ده.

د هند د فضايي تحقیقاتو سازمان تائید کړې چې د شنبې په ورځ اګست پنځمه (زمری۱۴) د «چاندرایان۳» په نوم فضايي بېړۍ یې په «بریالي‌ ډول د سپوږمۍ مدار ته» ننوتلې ده. د سانسکرت په ژبه کې چاندرایان نقلیه واسطې ته وايي.

هندي مقامات وايي که هر څه د پلان په اساس مخې ته ولاړ شي، چاندرایان۳ به د روانې اګست میاشتې په ۲۳-۲۴ نېټه د سپوږمۍ هغې سیمې ته نژدې ښکته شي چې لا یې په اړه ډېره پلټله نه ده شوې او تیاره ده. هند څلور کاله مخکې هم همداسې یوه هڅه کړې وه، خو ناکامه شوه.

په چاندرایان۳ کې یو ګرځېدونکی او بل پلټونکی روباتونه ځای په ځای شوي‌ او یو هدف یې دا دی چې د سپوږمۍ د مخ/سطحې نقشه واخلي.

دا مطلب هم ولولئ

هند یو ځل بیا سپوږمۍ ته فضايي بېړۍ استوي  

د فرانس پرس د راپور په اساس، د هند د دغه فضايي ماموریت په پروژې باندې ټولټال ۷۴.۶ میلیون ډالر لګښت راځي، دا د هغو هېوادونو تر لګښت ډېر کم دی چې په دا ډول ماموریتونو یې لګوي.

تر دې دمه یوازې متحدو ایالتونو، روسیې او چین د سپوږمۍ په مدار کې خپل ماموریتونه ځای په ځاي کړي دي. هند د فضايي تحقیقاتو لپاره کمه بودیجه لري او کارپوهان وايي که فضايي تکنالوژي خپله کړه، د دا ډول ماموریتونو لګښت یې کمېږي.

مقامات وايي چې لومړی هدف دا دی چې دا فضايي بېړۍ «په مصون او ښه ډول» ښکته او ځای په ځای شي.

هند په ۲۰۱۹ کال په بریالي‌ ډول د سپوږمۍ په مخ یوه فضايي بېړۍ ځای په ځای کړې وه، خو پلټونکې وسیلې یې د کېناستو په مهال په وروستیو شېبو کې سقوط وکړ.