د هند په ټاکنو کې د ښځو ونډه

ښځینه هندۍ سیاستوالې هڅه کوي چې د هند په پارلماني ټاکنو کې چې له دوو سیمه ایزو ګوندونو څخه ډیرې څوکۍ وګټي.

د ترینامول گانگریس گوند څخه ۴۴ او د بیجو جنتا دال گوند څخه ٣٣ سلنه نوماندانې ښځی دي. خو د ملي گوندونو څخه ښځینه نوماندانې ډیرې لږ لیدل کیږي.

د همدې دلیل په اساس د هند یو شمیر کارپوهان واېي چې د هند پارلمان ته د ډیرو ښځینه نوماندانو لار پیدا کول به گران کار وي.

د هندوستان د ښځو د یووالي گوند واېي چې دوی غواړي په سیاست کې خپل حق ځای پر ځای کړي او د هند د پارلمان څوکۍ پر ښځینه استازو ډکې کړي.

سره له دې چې په هند کې ښځې د ولسمشرانو، لومړيو وزیرانو او وزیرانو په توګه پاتې شوې دي خو اکثرا دغه ښځینه سیاستمدارانې داسې کورنیو څخه راغلي دي چې په سیاست کې دخیلې پاتې شوې دي.

د ٢٠١۴ کال په ټولټاکنو کې ، د هند د پارلمان د ٥۴٣ غړو څخه یوازې ٦٢ یې ښځې وې چې دا شمیر په تیرو ٧٢ کلونو کې ترټولو لوړه شمیره وه.

سره لدې چې ښځې د هند د نفوس نیمایي برخه جوړوي، لاهم دوی په پارلمان کې یوازې ۱۱ سلنه څوکۍ لري.

د هندوستان د ټاکنو کمیسیون وايي که څه هم د ۲۰۱۴ کال په ټاکنو کې ۲۶۰ میلیونو ښځو رایه ورکړې وه خو د ښځینه نوماندانو شمیر یواځې ۴٠٠ او د نارینه نوماندانو شمیر ٥٠٠٠ تنو ته رسیده.

د هند د ۲۰۱۹ کال پارلماني انتخابات د اپریل میاشتې له ۱۱ نیټې څخه پیل شوي او د مې میاشتې تر ۱۹ نیټې به دوام وکړي او په اوو پړاوونو کې به ترسره شي.

ټاکل شوېده ددغو انتخاباتو د رایو شمیرنه د مې میاشتې په ۲۳ نیټه پیل شي چې نتایج به یې هم په هماغه ورځ اعلان شي.