د چین له انتقاد سره سره امریکايي مقامات تایوان ته سفر کوي

د انډیانا والي

تایوان ته د امریکايي چارواکو په سفرونو باندې د چین له کلک انتقاد سره سره د امریکا د انډیانا ایالت والي ایریک هالکام نن یکشنبه اګست ۲۱ (زمری۳۰) د تایوان پلازمینې يایتخت ته ولاړ.

د انډیانا ایالت والي داسې مهال تایوان ته سفر کوي چې څو ورځې مخکې چین تایوان ته د امریکا د متحدو ایالتونو د استازو د خونې نانسي پلوسي په سفر کلک انتقاد کړی و. چین تایوان خپل مالکیت ګڼي.

د انډیانا والي په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې په دغه سفر کې به جنوبي کوریا ته هم ځي. نوموړي ویلي دي چې د دغه سفر هدف یې له تایوان او جنوبي کوریا سره د امریکا د نویو اړیکو پیل او د پخوانیو اړیکو قوي کول دي.

هغه همدغه راز ویلي دي چې دا د «اقتصادي پراختیا» یو سفر دی. د تایوان جمهوري ریاست ویلي دي چې ښاغلی هالکام به د دوشنبې په سهار د تایوان له ولسمشر سای اینګ وین سره وګوري.

چین د دغه امریکايي مقام د سفر په اړه لا څه نه دي ‌ویلي. چین وايي چې تایوان د واشنګټن او بیجینګ په اړیکو کې یوه مهمه موضوع ده خو ټېنګار کوي چې دا د چین داخلي مسئله ده.

د تایوان حکومت وايي چې چین هېڅلکه په دغه ټاپو باندې حکمراني نه ده کړې او له همدې کبله یې د مالکیت ادعا نشي کولای. تایوان ۲۳ میلیون نفوس لري او حکومت یې وايي چې خپل خلک یې د خپل برخلیک ټاکلو حق لري.

چین تایوان ته د میرمن پلوسي‌ له سفر وروسته پوځي تمرینات پیل کړل او لا هم روان دي. چین او تایوان په ۱۹۴۹م کال کې له یوې داخلي جګړې وروسته له یو بل څخه جلا شول او مات شوي ملتپال ځواکونه تایوان ته وتښتېدل چې وروسته بیا دا ځای له شوره د ډکې دموکراسۍ په ځای بدل شو.

امریکا د تایوان استقلالیت په رسمیت نه پېژني خو وايي ژمنه ده چې له تایوان سره د ځان په دفاع کې مرسته وکړي.