هند کې د ځمکې ښویېدو له کبله لږترلږه ۱۲ کسان مړه شوي

هند کې د ځمکې ښویدنې په پیښو کې ډیرې لویې لارې ویجاړې شوي دي.

د هند په میزورام ایالت کې د سه شنبې په ورځ می ۲۸ (غبرګولي اتمه) چارواکو د زورور سمندري توپان وروسته د شدیدو بارانونو په پایله کې د یو سرخلاصي کان د ځمکې ښویېدو له کبله د ۱۲ کسانو د مړینې خبر ورکړی دی.

د میزورام ایالت کې د ایزول سیمې ځايي چارواکو ویلي چې د ۱۲ کسانو مړي موندل شوي او د نورو د لټون او ژغورنې چارې د شدید باران له کبله له خنډ سره مخامخ شوي دي.

د میزورام اعلی وزیر لالدوهوما "د ریمال توپان له امله د ځمکې ښویېدنې" د قربانیانو کورنیو ته د خسارې ورکولو ژمنه کړې ده.

د هند ولسمشرې دروپادي مرمو په ټولنیزو شبکو کې په خپاره شوي بیان کې وویل: "زه د ژغورنې او مرستې عملیاتو بریالیتوب لپاره دعا کوم او د ټپیانو د ژر روغتیا هیله کوم."

په میزورام کې، د ځمکې ښویدنې په نورو پیښو کې ډیرې لویې لارې ویجاړې شوي، او په دغه ایالت کې ښوونځي او دولتي ودانۍ تړل شوي دي.

یو سمندري توپان د هند او ګاونډي بنګله دېش ځینې ساحلي سیمې لاندې کړي.

د هند د هوا پیژندنې ملي ادارې د سه شنبې په ورځ په میزورام او نورو شمال ختیځو ایالتونو کې د نورو سختو بارانونو د کېدو اټکل کړی دی.

په ګاونډي اسام ایالت کې، اعلی وزیر هیمانتا بسوا سرما په یو بیان کې وویل چې ددې بارانونو له کبله یو تن مړ شوی او د بریښنا مزي پرې شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د یو سمندري توپان لوړو څپو د یکشنبې په ماښام د هند او ګاونډي بنګله دېش ځینې ساحلي سیمې لاندې کړې او له کبله یې لږ تر لږه ۳۸ کسان مړه شوي چې ۲۱ یې په هند کې دي.

ددغه سمندري توپان له کبله بنګله دیش ډیر زیانمن شوی او ددغه هېواد د طبیعي پیښو سره د مبارزې ادارې د ۱۷ کسانو د مړینې خبر ورکړی دی.