د نړیوال جام ګټلو وروسته د هند دوو مشهورو لوبغاړو استعفاوې وکړې

د کرکټ د ۲۰۲۴ نړیوال شل اوریز جام اتلولۍ تر ګټلو وروسته، د هند د لوبډلې کپتان روهیت شرما او نوموتي توپ وهونکي ویرات کوهلي د شل اوریزو نړیوالو لوبو څخه د خپلو استعفاو اعلان وکړ.

کوهلي چې د جنوبي افریقا سره په پای لوبې کې یې په ۵۹ توپونو ۷۶ منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی هم شو، د لوبې په پای په داسې حال کې چې احساساتي معلومیده وویل چي همدا یې د هند لپاره وروستۍ شل اوریزه نړیواله لوبه او وروستی نړیوال جام و.

هغه زیاته کړه، "خوښ یم چې د لوبډلې لپاره مې دا په داسې حال کې ممکن کړل چې ډیر ضرورت و ورته. همدا زمونږ هدف و. غوښتل مو چې جام وګټو."

د هند د ملي لوبډلې دې پخواني کپتان، ویرات کوهلي چې د نړۍ په کچه په توپوهنې کې ستر نوم لري، د هند لپاره ۱۲۵ نړیوالو شل اوریزو لوبو کې ۴۱۸۸ منډې کړي.

سره له دې چې کوهلي په پای لوبې کې په خپلو ۷۶ منډو د هند لوبډلې اتلولۍ په ګټلو کې مهم نقش درلود، خو تر دې وړاندې یې په ګروپي او د سوپر-۸ پړاو لوبو کې ښه ځلیدلی نه و.

کوهلي پدې هکله وویل، "تیرو څو لوبو کې ډاډه نه وم. د نوي نسل وخت را رسیدلی چې چارې پر مخ یوسي."

د ویرات کوهلي تر استعفا وروسته، د هند د ملي لوبډلې کپتان روهیت شرما هم وویل چې نور به د خپل هیواد لپاره په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې برخه ونه لري.

روهیت شرما چې ۳۷ کاله عمر لري، په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې د ډیرو منډو کوونکو لوبغاړو په جدول کې لومړی مقام لري. هغه په ۱۵۹ لوبو کې ۴۲۳۱ منډې کړي چې ورپسې بیا ویرات کوهلی په دویم مقام کې دی.

د هند د ملي لوبډلې کپتان په خپلو خبرو کې وویل چې د نړیوال جام اتلولي ګټل ورته یوه داسې "احساستي شیبه" وه چې د هغه په قول په خپل ژوند کې یې د تر لاسه کولو لپاره ورته ډیره تلوسه وه.

هغه وویل چې تل یې په خپلو لوبو کې غوښتل د هند لپاره لوبې وګټي، جامونه وګټي او همدا لړۍ به روانه وه.

ویرات کوهلي او روهیت شرما به په یو ورځنیو نړیوالو او ټیسټ لوبو کې د هند لپاره لوبو کولو ته دوام ورکړي.

د هند کرکټ بورډ لا د روهیت شرما پر ځای د شل اوریزو نړیوالو لوبو لپاره د بل کپتان اعلان ندی کړی.

دا دویم ځل و چې د هند ملي لوبډلې د شل اوریزو لوبو اتلولۍ جام وګاټه. لومړی یې په ۲۰۰۷ کال کې ګټلی و چې پاکستان ته یې ماتې ورکړې وه.