د امریکا او چین سیالي؛ ځینې هېوادونه پکې ځانونه ګېر بولي

د هند آرام سمندر هېوادونه ځان په دغه سیمه کې د امریکا او چین د روانو سیالیو په منځ کې راګېر بولي. د اندونیزیا په څېر ځینې هېوادونه هڅه کوي له دواړو سترو قدرتونو سره د خپلو اړیکو انډول وساتي.

اندونیزیا له یوې خوا په دفاعي چارو کې له متحده ایالتونو سره ژورې اړیکې پالي، له بلې خوا هڅه کوي دا کار یې د چین د نارضایتۍ سبب نشي. چین د سوداګرۍ په برخه کې د اندونیزیا ستر همکار دی.

د اګست په لومړنیو دوو اونیو کې د امریکا، اندونیزیا او ۱۲ نورو هېوادونو شاوخوا ۵۰۰۰ پوځیانو په اندونیزیا کې د "سوپر ګرودا شیلډ" په نامه پوځي تمرینونه اجرا کړل.

متحده ایالتونه وايي دا کلني تمرینونه اوس د هند آرام سمندر سیمې یو له تر ټولو سترو نظامي تمرینونو څخه دي.

د چین دولتي رسنیو ددغه تمرینونو پر پراخولو نیوکه کړې او پر متحده ایالتونو یې تور لګولی چې د هند آرام سمندر په سیمه کې د "ناټو ته ورته" ایتلاف جوړولو هڅه کوي.

دا تمرینونه په داسې حال کې تر سره شول چې د تایوان ټاپو ته د امریکا د کانګرس د مشرانو د وروستیو سفرونو په نتیجه کې د چین او امریکا اړیکې ترینګلي شوي دي. چین د تایوان د ملکیت ادعا کوي او له خپلې بدنې څخه جلا شوی ولایت یې بولي.

د جنوب ختیځې آسیا د چارو څېړونکی براین هارډینګ ددغو سفرونو د وخت په اړه وویل: "د دوو او ډیرو نورو هېوادونو تر منځ د ګرودا شیلډ په څېر پیچلو پوځي تمرینونو پلان کولو ډیر وخت ونیو. دا یو تصادف دی چې دا هر څه د تایوان د تنګي د ترینګلتیا سره په یوه وخت کې پېښ شول."

دا پوځي تمرینونه په دریو مختلفو موقعیتونو کې تر سره شول چې یو یې د اندونیزیا د ریاو ټاپوګان. دا ټاپوګان د آرم سمندر هغو اوبو ته نږدې دي چې چین یې د ملکیت ادعا کوي. خو دا ادعا په نړیوالو قوانینو کې نده تثبیت شوې.

څېړونکي وايي، د سیمې د نورو هېوادونو په څېر، اندونیزیا په دوو خواوو کې راګېر دی – له یوې خوا هڅه کوي خپل ستر اقتصادي همکار چین راضي وساتي او له بلې خوا له متحده ایالتونو سره اړیکې پراخوي چې غواړي د هند آرام سمندر سیمه آزاده او پرانیستې وي.

اندونیزیا توانیدلې چې په سیمه کې له دواړو سیالو خواوو سره خپلې اړیکې وساتي. د سړې جګړې پر مهال، اندونیزیا په خپلې بهرنۍ پالیسۍ کې بې طرفي غوره کړې وه چې ددې سیمې د "آزادي او فعالې" پاتې کیدو دپاره د امریکا له پالیسۍ سره اړخ لګوي.

د اندونیزیا د ملي مقاومت انستیتوت پخوانی مشر، اګس ویجوجو وویل: "د آزادې او فعالې بهرنۍ پالیسۍ دقیق تفسیر دا دی چې اندونیزیا کولای شي د خپلو ملي ګټو پر اساس، د نړۍ د سولې سره د همکارئ په برخه کې خپل تصمیمونه پخپله ونیسي."

که څه هم اندونیزیا په رسمي پوځي ایتلافونو کې له ورګډېدو څخه ډډه کړې ده، خو اوس ځان د څو تازه تشکیل شویو پوځي ګروپونو په مینځ کې راګېر مومي، لکه د امریکا، جاپان، هند او استرالیا د "کواډ" ګروپ او د امریکا، برتانیې او استرالیا د "آکس" ګروپ.

امریکا د هند آرام سمندر په سیمه کې نور ګډ پوځي تمرینونه هم تر سره کوي، چې په هغو کې له فلپین سره د "بالیکټان"، له تایلنډ سره د "کوبرا ګولډ"، او له استرالیا سره د "ټلیسمن سېبر" تمرینونه شامل دي.

د "ریم پاک" په نامه تر ټولو ستر سمندري پوځي تمرینونه هم په دې وروستیو کې د هند آرام سمندر په سیمه کې تر سره شول. چین له دې تمرینونو څخه وروسته له هغه و ایستل شو چې په ۲۰۱۸ کال کې یې د چین د جنوبي سمندر په ټاپوګانو کې پوځي تاسیسات ځای پر ځای کړل.

د ګارډین ناټ د ملي امنیت د نوښتونو بنسټ څېړونکی جو فلټر وايي: "زه فکر کوم دغه ګروپونه، که رسمي وي او یا غیررسمي، ددې ښکارندوی دي چې دا هېوادونه په سیمه کې ګډې ګټې او ارزښتونه لري، او په راتلونکي کې ددې سیمې د آزادې او پرانیستې پاتې کېدو دپاره مشترک لیدلوری لري".

د ولسمشر بایډن اداره هم د هند ارام سمندر سیمې ته ډیر پام کوي. د تیرې فبروري په میاشت کې، سپینې ماڼۍ پر اندونیزیا باندې د ۱۴ میلیارد ډالرو په ارزښت وسلو د پلورلو قرارداد لاسلیک کړ. په دې قرارداد کې ۳۶ ایف-۱۵ جیټ الوتکې هم شاملې دي څو په سیمه کې د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ او ملي امنیت د موخو ملاتړ وکړي.