اندونیزیا او قطر له افغانستان سره د بشري مرستو د همکاریو تړون لاسلیک کړ

اندونیزیا او قطر د شنبې په ورځ مارچ ۲۶ (وري شپږمه) له افغانستان سره د بشري مرستو د همکارۍ تړون لاسلیک کړ.

د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې منتري لوارنګري پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې یاد تړون د دوحې د ۲۰۲۲ کال غونډې په څنډه کې لاسلیک شو.

دغه تړون په داسې حال کې لاسلیک کیږي چې د ملګرو ملتونو د شمېرو په اساس په افغانستان کې اوس مهال له سختې لوږې سره د مخامخ کسانو شمېر ۲۴میلیونه ته پورته شوی دی.

د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې ویلي چې هیواد به یې د ښځو د توانمندۍ لوړولو، په ځانګړي ډول په افغانستان کې زده کړو ته د ښځو او نجونو د لاس رسي په برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

اغلې لوار نګري همدارنګه ویلي چې د افغانستان لپاره دامریکا متحده ایالاتو له ځانګړي استازي ټامس وسټ سره یې هم کتلي دي.

نوموړې زیاته کړې چې په دغه لیدنه کې له هغه سره د افغانستان د تحولاتو او د ښځو د پیاوړتیاو په اړه خبرې کړي دي.

دا پداسې حال کې دي چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا (اوچا) ویلي د افغانستان وضعیت کورنۍ مایوسه کوونکو اقداماتو ته مجبوره کړي او د قرضونو اخیستلو ته یې مخه کړې ده.

د اوچا مسؤلینو ویلي چې په افغانستان کې له اړمنو کورنیو سره د مرستو د هڅو سره سره، اوس هم په دغه هیواد کې لسګونه زره کسان غذايي خوندیتوب نلري او سخته خوارځواکي یې ژوند ګواښي.

له بل لوري ټاکل شوې د ملګرو ملتونو، قطر، برتانیې او جرمني په استازیتوب د افغانستان لپاره د بشري مرستو جلبولو نړیوال کنفرانس تر څلورو ورځو په دوحه کې پيل شي.

تیره اونۍ د خوړو نړیوال پروګرام اعلان وکړ د افغانستان د وګړو څه باندې نیمايي نفوس چې ۲۳میلیون کسان کیږي بېړنو خوراکي مرستو ته اړتیا لري.

د خوړو نړیوال پروګرام همدارنګه د خپلې بودجې د احتمالي کمېدو خبر ورکړی دی او زیاته کړې ده چې دغه مسئله په افغانستان کې د مرستې رسولو لپاره یو ګواښ دی.