اندونیزیا: جاکارتا ته د طالبانو سفر غیر رسمي و

طالبانو ویلي چې غړیو یې په اندونیزیا کې د سیاستوالو سره کلتي خو اندونیزیا وایي هیڅ رسمي غونډه نده شوې.

د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت سه شنبې جولای ۲۵ (زمري۳) ویلي چې د دې هیواد پایتخت جاکارتا ته د طالبانو د استازو سفر غیر رسمي و چې د همدې میاشتې په سر کې یې کړی و.

طالبانو تر دې وړاندې ويلي و چې د دې ډلې استازو په اندونیزیا کې د جګپوړو سیاستوالو سره کتلي و.

طالبان چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته رسیدلي، په اسلامي نړۍ کې د خپل سرپرست حکومت په رسمیت پیژندلو لپاره ملاتړ لټوي او په اندونیزیا کې د سفر پر مهال یې د سیاسي اواقتصادي اړیکو پراخولو غوښتنه هم کړې وه.

خو د اندنیزیا په ګډون د نړۍ هیڅ کوم هیواد یا ادارې تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت ندی پیژندلی.

د اندونیزیا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند توکو فیزاسیا دې هیواد ته د طالبانو د سفر په هکله د فرانس پریس خبري اژانس ته وویل، "تر کوم ځایه چې زه پوهیږم هغوي (طالبان) په غیر رسمي توګه د افغانستان ماموریت کې د کورنیو موضوعاتو لپاره راغلي و".

د بهرنیو چارو وزارت ویاند دا هم وویل چې د طالبانو راغلي استازي "هیت هم نشي بلل کیدی" ځکه چې دا په یو شکل رسمي کیدنه ده.

د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت د دې ویاند د څرګندونو څخه وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند حافظ ضیا د روانې جولای میاشتې په ۱۴ مې په ټویټر کې لیکلي و چې اندونیزیا ته ددې ډلې د "هیت" مشري د حکومت جګپوړو دیپلوماتانو کوله.

ښاغلي ضیا دا هم لیکلي و چې د طالبانو دې غړیو په اندونیزیا کې د ځینو پوهانو، سیاستوالو او سوداګرو سره د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره کتلي د.

د طالبانو دې چارواکي د هیڅ اندونیزیایي سیاستوال او یا بل چا نوم نه و اخیستی چې د طالبانو استازو ورسره کتلي دي.

د اندونیزیا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند همدرانګه ویلي چې د طالبانو دې غړیو او د دې هیواد د حکومتي چارواکو تر منځ هیڅ ډول رسمي ملاقاتونه ندي شوي.

ښاغلي ضیا دا هم ویلي چې د طالبانو استازو په اندونیزیا کې د سنګاپور، سري لانکا او بنګله دیش د دیپلوماتانو سره هم کتلي خو تر اوسه د دې هیوادونو لخوا پدې هکله څه ندي ویل شوي.