د کندز – تخار په لار د لسو یرغملو خلاصون

وسله والو مخالفانو تراوسه د دغو مسافرو د تښتولو په باب رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د کندز ولایت ویاند سید محمود دانش وایي د وسله والو کسانو له لورې د تښتول شویو مسافرو له جملې لس تنه یې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو وروسته د باغ میری په سیمه کې خوشی شول.

ښاغلي دانش، د ۴۴ تنو مسافرو د تښتولو خبره رد کړه او ویې ویل چې په بس کې د سپرو مسافرو له ډلې څخه یو شمیر یې په پلخمری، او کندز ښار کې له موټر ښکته شوي او یواځې ١٨ تنه یې د تخار پر لور روان وو.

ښاغلي دانش وویل چې ټول مسافر ملکي کسان دي چې زیات شمیر د ایران څخه د راواپس کیدو وروسته خپلو کورونو ته روان وو.

دا په دېد وروستیو کې د کندز – تخار په لویه لار د مسافرو د تښتونې دوهمه پیښه ده.

ښاغلي دانس وویل چې د کندز والي ټولو امنیتي ځواکونو ته خبرداری ورکړی چې که د ددې ولایت د لویو لارو د امنیت په ساتلو کې پوره هڅه ونه کړي موظف کسان به له کاره گوښه کړای شي.

د پیښې په هکله مخکني معلومات

د کندوز د ښار ختیځ لور ته د باغ میري په سیمه کې د چارشنبې په سهار وسله والو طالبانو د مساپرو بس موټر ودراوه او په کې سواره ۴۷ تنه یې یرغمل کړل.

د کندوز والي اسدالله عمرخیل وایي چې سهار ۴۰ تنه مساپر د طالبانو له خوا هغه وخت یرغمل شول چې د تخار او بدخشان پر لور روان وو.

هغه زیاته کړه چې طالبانو یو ۴۰۴ لوی بس او یو کرولا موټر درولي او مساپر یې ترې کوز کړي دي.

اسدالله عمرخیل وویل چې د لوی لارې د پولیسو او طالبانو تر منځ په جګړه کې ۲ تنه تښتیدلي دي او ۷ تنه نور پولیسو خوشې کړي خو پاتي نور کسان اوس هم له طالبانو سره دي.

هغه وايي چې دوي فکر کوي چې اوس به دغه یرغمل کسان د کنم په سیمه کې ساتل کیږي.

د کندوز والي وايي چې د طالبانو له خوا ملکي خلک نیول شوي او زیات شمیر یې هغه کسان دي چې له ایران څخه راویستل شوي او یا بیرته له پولې را اړول شوي دي.

د مساپرو دغه لوی بس د دوه امنیتي پوستو په منځ کې د طالبانو له خوا درول شوی او مساپر یې بیول شوي دي.

خو د کندوز د امنیې قوماندان محمد قسیم جنګلباغ اشنا راډیو ته وویل چې د باغ میري په سیمه کې د طالبانو له خوا د سورلۍ د ۴۰۴ ډوله بس له درولو وروسته ټوله سورلي چې ۴۷ تنه کیږي یرغمل کړي وو، هغه زیاته کړه چې ددغو یرغمل شویو له ډلې څخه پولیسو دریو تنه نجات ورکړې او پاتي ۴۴ تنه لا هم له وسله والو طالبانو سره یرغمل دي.

د کندوز په شنبه تیپه سیمه کې هم یوه اونۍ وړاندې وسله والو طالبانو د مساپرو د سورلۍ ۳ بسونه درولي وو چې په کې سپاره ۱۷ تنه یې وژلي او یو شمیر لا اوس هم له طالبانو سره یرغمل دي.

سهار مهال د طالبانو له خوا د ۴۴ تنو مساپرو له یرغمل کیدو وروسته هغوي ته زیان وراړولو او یا زیان واوښتو کوم خبر نه دی خپور شوی.