وسله والو ننګرهار کې د نجونو پر یو ښوونځي برید کړی

په دې وروستیو کې په ختیځو ولایتون کې دښوونځیو سوځول، تړل او دښوونکو وهل ډبول زیات شوي دي.

په دې وروستیو کې د ختیځ په کچه د ښوونځیو سوځول، تړل او د ښوونکو وهل ډبول زیات شوي دي.

وروستۍ پېښه یې د پنجشنبې په شپې رامنځ ته شوې ده، چې د ننګرهار په هسکې مېنې ولسوالۍ کې نامعلومو وسله والو د نجونو د یو ښوونځي اداره او تحولیخانه په ماینونو الوځولې ده.

ددغه ولایت د پوهنې ریاست ویاند محمد اصف شینواري امریکا غږ ته وویل"یوه ډله ټوپکوالو د نجونو ددغه ښوونځي پر ساتونکو سترګې تړلي او بهر یې په سرک کېنولي. وسله والو تحویلخانه او اداره په بمونو الوځولې او ترې تلي دي."

ښاغلی شینواری وايي د ښوونځي څنګ ته د هلکانو یو مکتب هم و، چې وسله والو یې د ودانۍ ټولې شیشې ماتې کړي دي.

تر اوسه ددغه پېښې مسولیت چا نه دی اخیستی.

دوه میاشتې کېږي، چې د همدغه ولسوالۍ د نجونو او هلکانو ټول ښوونځي وسله والو تړلي وو او په بدل کې یې له افغان حکومت څخه د خپلو ځینو بندیانو خوشې کېدل غوښتي وو.

وروسته د قومي مشرانو په مرسته دا ستونزه هواره شوه او ښوونځیو ته د بیرته پرانیستلو اجازه ورکړل شوه .

نژدې یوه میاشت کیږي، چې دنورستان په وانت وایګل ولسوالۍ کې هم نا معلومه وسله والو یو ښوونځي ته اور ورته کړی و.

د وانت وایګل ولسوال رحمت الله رحمتي په وینا، چې دا کار وسله والو طالبانو کړی و.

دوه اونۍ وړاندې د کونړ په وټه پور ولسوالۍ کې هم د انجونو د یوې لېسې مدیر فضل محمد حېدري هم په نیمه شپه نا معلومو وسله والو ټوپک پر کونداغونو دمرګ تر بریده وهلی وو.

حیدري، چې په ټول بدن یې د کونداغونو چاپونه پراته وو، امریکا غږ ته وویل،چې وسله والو سړو ترې په معارف کې د دندې پرېښودو کلکه غوښتنه وکړه او ګواښ یې ورته کړی که بیا ځلې د دندې پر مهال ونیسي نو وبه یې وژني.

د کونړ د معارف ریاست مسولین هم دغسې مسلو اندېښمن کړي او وايي دغسې کارونه کولی شي ښوونکي او زده کونکي له ښوونځیو زړه توري کړي.

که څه هم وسله وال طالبان دښوونځیو د سوځونې او د ښوونکو د وهلو ډبلو په مسله کې ځانونه ښکېل نه ګڼي، خو یو شمیر کسان د طالب وسله والو غواړي چې که هغوی دا کار نه کوي نو مخه دې ونیسي.