په سوریه کې د حکومت وسله وال مخالفین شنبه ډسمبر اوومه (لیندۍ ۲۷) وروسته تر هغه د پایتخت دمشق دروازو ته ورسیدل چې حکومتي ځواکونو د حمص په ښار کې خپلې مرچلې پریښودې او دا ښار یاغیانو ته په لاس ورغی.
د یاغیانو دې پرمختګ پرمهال داسې ګنګسې وې چې ګواکې جمهور رئیس بشارالاسد له هیواد څخه د باندې تښتیدلی خو حکومت دا خبرې رد کړلې.
د یاغیانو لاسته د حمص ښار لویدل د ښاغلي اسد حکومت لپاره یوه غټه ضربه ده ځکه چې همدا ښار د لاذقیه او طرطوس ولایتونو په مهم څلور لارې کې پروت دی چې د حکومت اصلي مرکزونه دي او د روسیې د بحري ځواکونو اډه هم پکې پرته ده.
یاغیانو چې مشري یې حیات تحریر الشام ډله کوي، تر دې وړاندې یې د حلب او حما ښارونه ونیول او د حمص نیول ورته یوه ستره کامیابي ده.
د سوریې د بشري حقونو څار ادارې مشر رامي عبدالرحمان ویلي چې حکومتي سرتیري او د نورو امنیتي ادارو غړیو دا ښار پریښی او یو څه برخې یې هغوي ته په لاس ورغلي دي.
د څار دې ادارې او د یاغیانو قوماندانانو ویلي چې وسله وال مخالفین د پایتخت دمشق په لور روان شویدي. حکومتي ځواکونو د هیواد په جنوب کې د اکثریت ولایتونو مرکزونه پریښي دي چې اوس یې کنټرول د یاغیانو په لاس کې دی.
د یاغیانو پرمختګ پدې معنی چې د سوریې کورنۍ جګړې پیل راهیسې دلومړي ځل لپاره ددې هیواد له ۱۴ ولایتونو څخه یوازې د دریو مرکزونه (دمشق، لاذقیه او طرطوس) یې د حکومت په لاس کې دي.
یاغیان داسې مهال د مرکز په لور خوځیدلي چې د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ګایر پیډرسن په ژنیو کې د سوریې په هکله د عاجلو خبرو کولو لپاره غونډه راغوښتې تر څو سیاسي واک په منظمه توګه ولیږدول شي.
ښاغلي پیډرسن ویلي چې په سوریې کې وضعیت شیبه په شیبه د بدلیدو په حال کې دی.
یاغیان په ۲۰۱۸ کال کې هم دمشق ته نږدې شوي و خو د څو کالونو جګړې وروسته، حکومتي ځواکونو دوي په شا وتمبول. ملګري ملتونه وایي چې له سوریې څخه غیر ضروري مامورین په احتیاطي توګه وباسي.
تر دې وړاندې متحده ایالاتو هم په سوریې کې له امریکایي اتباعو غوښتي و چې د سوداګریزونو پروازونو شتون څخه دې ګټه واخلي او لدې هیواد څخه دې په سمدستي توګه ووځي.
متحده ایالات په سوریه کې نږدې ۹۰۰ سرتیري هم لرې چې د نړیوالو ائتلافي او کردي ځواکونو سره په ګډه د اسلامي دولت یا داعش ډلې په خلاف مبارزه کوي. په اعلامیې کې د سرتیرو وتلو خبره نده شوې.
په عین حال کې د متحده ایالاتو منتخب جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ ویلي چې امریکا باید په نظامي توګه په سوریه کې ورګډه نشي.