هلمند کې د برتانیې په پخوانۍ اډې برید شوی دی

تر یوې میاشتې وړاندې د ښوراب اډه د امریکا او پریتنیا د پوځیانو په لاس کې وه

د هلمند ولایت چارواکي وايي چی د نادعلي ولسوالۍ د شوراب په پوځي اډې باندې د برید په ترڅ کې تر اوسه ۲۵ برید کوونکي او ۶ افغان امنیتي سرتیري وژل شوي دي او لاهم د مخالفو وسلوالو او د امنیتي ځواکونو ترمنځ جگړه روانه ده.

د هلمند د ولایت د والي ویاند عمر ځواک امریکا سره په خبرو کې په دغه برید کې افغان امنیتي ځواکونو ته د سر د زیات اوښتي زیان په باب د طالبانو ادعا و نه منله خو وویل چې د دواړو لورو ترمنځ د تیرې شپې د اتو بجو نه پیل شوې جګړه لا هم روانه ده.

ښاغلي ځواک دمخ ویلي وو چې "تراوسه لس ځانمرګي وژل شوي او هم د افغان پوځ دوه عسکر وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي".

طالبانو د تیرې شپې را په دیخوا رسنیو ته په استول شوو پیغامونو کې په دغه ډله ایز برید کې نه یوازې افغان امنیتي ځواکونو ته د درنو تلفاتو او مالي زیان په باب رپوټونه استولي دي بلکه ادعا یې کړې چې په دغه برید کې یې امریکایي ځواکونو ته هم د سر زیان اړولی دی.

همداشان د طالبانو یو ویاند قاري یوسف احمدي په کابل کې رسنیو ته په استول شوي بیان کې په دغه برید کې دلسګونو افغان او د امریکا د پوځ د پوځي الوتکو، د پوځي وسایطو د ویجاړولو او په دغه پوځي اډه کې د پوځ د تیلو د څو زیرمو د سوزولو ادعا هم کړې ده.

د ښوراب دغه پوځي اډه چې تر یوې میاشتې وړاندې په کې برتانوي پوځیان دیره وو د کمپ باستین په نوم نړیوال شهرت لري چې د برتانوي عسکرو له وتلو وروسته یې مسولیت افغان امنیتي ځواکونو سپارل شوی دی.

همداشان د هلمند ولایت د والي ویاند وایي چې نن د جمعې په ورځ ددغه ولایت په یوه بله ولسوالۍ نوزاد کې د لشکرګاه په لویه لاره یو ځانمرګي د چاودیدنکو توکو ډک خپل مزدا موټر د سرحدي پولیسو یوې پوستې سره جنګولی دی چې له امله یې د ځانمرګي سربیره شپږ پولیس وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

طالبانو په ښوراب پوځي اډې دا برید په کابل کې په یو بهرني دفتر د برید نیم ساعت وروسته پیل کړی دی.

په کابل کې د طالبانو برید د شپې تر یوې بجې دوام وموند چې په ترڅ کې یې ټول ځانمرګي ووژل شول همداشان د کابل پولیس وایي چې په دغه برید کې د بهرنیانو د دفتر یو نیپالي ساتونکی ټپي شوی دی.

د کابل د وزیر اکبرخان په دیپلوماتیک میشته سیمه کې ددغه برید وړاندې طالبانو پرون سهار د کابل - جلال اباد پر سړک د بریتانیا سفارت یو موټر باندې هم برید ترسره کړې وو چې له امله یې د یو برتانوي په ګډون پنځه تنه ووژل شول او درې دیرش نور ټپیان شول.

طالبانو د کابل د دواړو بریدونو مسولیت هم په غاړه اخیستی دی.