علومي د ولسي جرګې باور بیرته ترلاسه کړ

د ولسي جرګې نننۍ غونډه کې ۱۵۱ وکیلان حاضر وو، ۱۱۳ یې د نورالحق علومي د کار د دوام په پلوي شنه کارټونه پورته کړل.

د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي د ولسي جرګې د دوشنبې ورځې په استیضاحیه غونډه کې د اکثرو وکیلانو قناعت ترلاسه کړ.

ولسي جرګې د دوشنبې ورځ عمومي غونډې ته د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي استیضاح کړ څو په افغانستان کې د روان امنیتي وضعیت په اړه د وکیلانو اندیښنې او پوښتنې ځواب کړي.

د کورنیو چارو وزیر د وکیلانو د پوښتنو په ځواب کې له اوږدې وینا وروسته په دې وتوانید چې د ولسي جرګې د اکثرو غړو قناعت ترلاسه کړي.

نورالحق علومي وکیلانو ته په وینا کې وویل، د پولیسو اصلي دنده د قانون تنفیذ دی خو اوسمهال د جګړې په لومړۍ کرښه کې د دولت له مخالفینو سره په جګړه بوخت دي.

ښاغلي علومي روان امنیتي وضعیت ته په اشارې وویل، چې پاکستان د افغانستان په ناامنیو کې لوی لاس لري او د دولت له وسله والو مخالفینو څخه ملاتړ کوي.

نورالحق علومي وکیلانو ته وویل، هغه وخت د کورنیو چارو وزارت پرېښودو ته تیار دی چې په افغانستان کې بشپړ امنیت ټینګ شي.

هغه وویل " زه یو پوځي یم که جګړه نه وای او څوک و نه وايي چې علومي له جګړې وتښتید اوس مې استعفی ورکوله، که اوس ووځم نو دوه خبرې دي یوه یې داده چې وايي به علومي له جګړې وتښتید او دویمه دا چې بیا هم د افغانستان دښمنان په دې خوشحاله کیږي."

د ښاغلي علومي له وینا وروسته د ولسي جرګې رئيس عبدالرووف ابراهیمي له وکیلانو څخه وغوښتل چې د کورنیو چارو وزیر د برخلیک په اړه پریکړه وکړي.

د ولسي جرګې نننۍ غونډه کې ۱۵۱ وکیلان حاضر وو چې ۱۱۳ یې د نورالحق علومي د کار د دوام په پلوي شنه کارټونه او پاتې نورو سره کارټونه پورته کړل.

دا لومړی ځل دی چې د اوسنۍ کابینې د کورنیو چارو وزیر د ولسي جرګې استیضاحیه غونډې ته وربلل شوی وو.