افغانستان کې د جګړې زیاتوالی؛ دوو اونیو کې ۵۳۰۰ کورنۍ بېځایه شوي

عکس (ارشیف)

د افغانستان د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت وايي، په یو شمېر ولایتونو کې د طالبانو د بریدونو تر زیاتېدو وروسته زرګونه کسان له خپلو سیمو څخه بېځایه شوي دي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند محمد رضا باهر نن دوشنبه اګست نهمه (زمري ۱۸) امریکا غږ ته وویل چې یوازې په تیرو ۱۵ ورځو کې شااوخوا ۵۳۰۰کورنۍ له خپلو اصلي سیمو څخه وتلي دي.

نوموړي زیاته کړه چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي په زیاتېدو سره، په ځینو ولایتونو کې بېځایه شوو کورنیو ته د مرستې رسولو بهیر هم درېدلی دی.

هغه وویل: "د تاوتریخوالي زیاتوالی او په ځانګړي ډول د یو شمېر ولایتونو مرکزونو کې جګړې بېځایه شوو کورنیو ته د مرستې رسولو بهیر بند کړی دی... په دغه اونۍ کې تخار، سرپل، جوزجان او کندز کې د مرستې رسولو بهیر بند شوی دی."

د افغانستان د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو په اساس د ۱۴۰۰ لمریز کال له پيل څخه بیا تردامهاله ۵۷زره کورنۍ له خپلو سیمو بېځایه شوي چې څه باندې ۳۵زره یې په ننګرهار، کونړ، کندز، هلمند او کندهار ولایتونو کې دي.

د یاد وزارت مرستیال ویاند وویل چې په ځينو ولایتونو کې له بېځایه شوو کورنیو سره د مرستې لړۍ روانه ده چې تر دا مهاله زرګونو کسانو ته مرستې رسېدلي دی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې وسله والو طالبانو د یو شمېر ولایتونو پر مرکزونو بریدونه زیات کړي چې د چارواکو په وینا د زرګونو کسانو د بېځایه کېدو لامل شوي.

د نیمروز زرنج، د جوزجان شبرغان، سرپل او کندز هغه ښارونه دي چې د چارواکو په وینا د طالبانو لاسته لوېدلي او د یادو ښارونو په ځینو سیمو کې د طالبانو پر ضد د افغان ځواکونو عملیات روان دي.

په یادو ښارونو کې د جګړو له زیاتېدو سره ویل کیږي چې په کندز، سرپل او جوزجان کې دکانونه تړل شوي دي.