د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې رئیس مړ شو

د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې پخوانی رئیس یوکیو امانو

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې اعلان کړی چې ددې ادارې رئیس یوکیو امانو د ٧٢ کالو په عمر له دنیا سترگې پټې کړې.

په تیرو څو میاشتو کې داسې رپوټونه خپاره شوي وو چې ښاغلي امانو له کاره د گوښه کیدو تصمیم نیولی دی. همداشان ښاغلی امانو پدې وروستیو میاشتو کې د ناروغۍ له کبله د اټومي انرژۍ د ادارې په څو غونډو کې گډون نه و کړی.

که څه هم چې د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د ښاغلي امانو د مړینې د علت او دا چې چیرته مړ شوی څه ندي ویلي، خو دوو اروپایي دپلوماتانو د نوم د نه څرگندولو په شرط ویلي چې هغه د سرطان په ناروغۍ اخته و.

د ښاغلي امانو د ریاست پر وخت د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې یو مهم ماموریت د ایران او لویدیځو ځواکمنو هیوادونو ترمنځ د اټومي انرژۍ د موافقې رامنځ ته کیدل او ددغې موافقې څارنه وه.

د ښاغلي امانو د مړینې خبر پداسې حال کې خپریږي چې د ایران د ٢٠١٥ کال د اټومي تړون له موافقې څخه د امریکا له وتلو وروسته د تهران او واشنگټن اړیکې ډیرې کړکیچنې شوی دي او په موافقه کې شامل لویدیځ قدرتونه هم د ایران د چلند په هکله اندیښنې لري.

ښاغلي امانو چې د بې وسلې کولو او اټومي وسلو د نه پراخولو او د اټومي انرژۍ په چارو کې یې پراخه تجربه درلوده د ٢٠٠٩ کال راهیسې د ملگرو ملتونو ددغې مهمې ادارې مشر و.

د ایران د اټومي پروگرام د خبرو او د جاپان د فوکوشیما د اټومي بټۍ د ناورین د څیړلو سربیره ښاغلي امانو ٢٠١٠ کال د اټومي وسلو د نه پراخولو تړون په بیا ارزونه او کنفرانسونو کې عمده رول درلود.

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې ندي ویلي چې څوک به د هغه ځای ناستی شي.