د افغانستان د بیارغونې صندوق سره د ۱۱.۴میلیارد ډالره مرسته

د افغانستان پر بیارغونه د امریکا د څار اداره (SIGAR)وايي، چې د ۲۰۰۲ څخه د ۲۰۱۹ کال د مارچ تر ۲۰مه پورې نړیوالې ټولنې د افغانستان د بیارغونې له صندوق سره ۱۱.۴۵میلیارد ډالر مرسته کړې ده.

دغې ادارې د نړیوال بانک له قوله په خپل یو راپور کې لیکلي، دا مرسته د افغانستان د ۳۴ تمویلوونکو له خوا شوې ده.

د سیګار د راپور په اساس، امریکا په دې موده کې څه باندې ۷.۷میلیارد، جاپان څه د پاسه ۳.۲میلیارد، برتانیې شاوخوا ۲.۷میلیارد، جرمني نږدې ۲.۶ میلیارد او اروپايي ټولنې شاوخوا ۲.۵میلیارد ډالره د افغانستان د بیارغونې له صندوق سره مرسته کړې ده.

د افغانستان د بیارغونې صندوق (ARTF) په ۲۰۰۲ کال کې، د بیارغونې لپاره د مرستو په مصرفولو کې د شفافیت او د مالي چارو د تامینولو لپاره د ډونرانو تر منځ د همغږۍ زیاتوالي او له افغان حکومت سره د مالي همکاریو په هدف جوړ شوی دی.

دا راپور په داسې حال کې خپور شوی، چې د امریکا د متحده ایالتونو سرمتفش جان ساپکو په کابل کې دی او د افغان حکومت له چارواکو سره یې د فساد پر ضد د افغانستان د مبارزې په اړه خبرې کړي دي.

ښاغلي ساپکو په افغانستان کې د فساد پر ضد د مبارزې پروګرامونو پر عملي کولو خوښي ښودلې او ویلي دي، چې افغان حکومت په دې برخه کې پرمختګونه کړي دي.