افغانستان کې د امریکا د اوږدمهاله پوځي شتون پلوی یم – ووټل

د امریکا د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ پخوانی قوماندان، جوزف ووټل

متقاعد جنرال او د امریکا د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ پخوانی قوماندان، جوزف ووټل امریکا غږ سره په یوې مرکه کې هیله څرګنده کړې چې د امریکا به د خپلو سرتیرو یوه برخه په افغانستان کې وساتي.

د امریکا-طالبانو د موافقې له مخې چې د فبرورۍ د میاشتې په ۲۹مه لاس لیک شوه بهرني ځواکونه باید د ۲۰۲۱ کال د مۍ میاشتې پورې په بشپړه توګه له افغانستان څخه ووځي.

ښاغلي ووټل وویل د امریکا د پوځي حضور کمیدل چې اوس روان دي، د طالبانو سره د سولې د مذاکراتو نتیجه ده، خو د هغه په وینا په سیمه کې د مختلفو تروریستي ډلو فعالیت باید له پامه ونه غورځول شي.

له دې دمخه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي وو چې دا مهال په افغانستان کې د القاعده شبکې څه کم ۲۰۰ غړي فعالیت لري.

ښاغلي ووټل د ښاغلي پمپیو د څرګندونو په غبرګون کې وویل: "ښاغلی پمپیو کولای شي هر څه چې فکر کوي ووایي. د القاعده په اړه ښایي دغه [شمیرې] سمې وي، خو هماغسې چې ټول پوهیږو په افغانستان او د اسیا په جنوبي او مرکزي سیمو کې مختلفې تروریستي او ملیشه ډلې شته چې باید یې په اړه اندیښمن واوسو."

دغه پخوانی امریکایي پوځي وایي چې طالبان د جګړې د ختمولو او د افغانستان په حکومت کې د سیاسي استازیتوب په لټه کې دي او که چارې د طالبانو د غوښتنې سره سم پرمختګ ونکړي، هغوی به په افغانستان کې تاوتریخوالی زیات کړي.

ښاغلی ووټل وایي د افغانستان حکومت هم د امریکا او نړیوالې ټولنې له ملاتړ نه برخمن دی او د یاغیګرۍ او تاوتریخوالي د بیرته زیاتیدو په صورت کې امریکا ددې وړتیا لري چې ژر تر ژره د هغه په وړاندې عمل وکړي.

هغه وویل: "مونږ د هغه په وړاندې د عاجل غبرګون لپاره ډیر زیات قابلیتونه لرو. نو د ځواکونه کمیدل، حتمي نده چې پدې مفهوم وي چې مونږ بیرته هلته [افغانستان] د ستنیدو او د منابعو د لیږد توان نلرو."

د جمهور رئیس دونالد ټرمپ یو شمیر منتقدین استدلال کوي چې ښاغلی ټرمپ د طالبانو سره په بیړنۍ موافقې او د افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو ایستلو سره غواړي ددې اقدام څخه د خپلو انتخاباتي موخو لپاره ګټه واخلي.

ښاغلی ووټل هم د افغانستان نه د امریکایي ځواکونو ایستل او د امریکا د انتخاباتو ترمنځ اړیکه رد نکړه، خو ویي ویل د جمهور رئیس ټرمپ ستراتیژي "سیاسي روغه جوړه" ده تر څو د افغانستان جګړه پای ته ورسیږي.

جوزف ووټل د افغانستان د سولې په بهیر کې د هند او پاکستان رول ډیر مهم وګاڼه او ویل چې په افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګیدل ددغو دواړو هیوادونو په ګټه دي. هغه په ځانګړې توګه د افغانستان د سولې په بهیر کې د پاکستان رول "مثبت" وګاڼه، "پاکستان و چې طالبان یې د سولې خبرو ته وهڅول."

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ پخواني قوماندان زیاته کړه چې په افغانستان کې د امریکا د اوږدمهاله پوځي شتون پلوی دی چې په وینا یې دغه ځواکونه د افغان ځواکونو سره مرسته وکړي چې ټولو کورنیو او بهرنیو ګواښونو په وړاندې د افغانستان نه دفاع وکړي.

هغه وویل: "فکر کوم د سرتیرو اوږدمهاله شتون د امریکا د متحده ایالاتو او افغانانو څخه د ملاتړ لپاره مهم دی."