په هسپانیا کې په یوې بېسارې پېښې کې یو کس یوې شرابخانې ته ننوتی او ۶۰زره لیتر اعلی درجه «سره شراب» یې په ځمکې اړولي دي.
د شراب جوړولو دغې فابریکې ویلي دي د تویو شویو شرابو اندازه ۲.۷ میلیون ډالرو ته رسیږي.
امنیتي کیمرو کې ښودل کېږي، چې خولۍ په سر یو کس د «سیپا۲۱» په نوم شرابخانې ته داخلېږي او د شرابو د بیلرونو نلونه او سرونه خلاصوي.
دا پېښه دوې ورځې مخکې شوې ده او د تویو شویو شرابو اندازه ۸۰زره بوتلونه کېږي.
د دغې فابریکې یو مسئول هوزي مورو وویل چې د دغه کس اصلي هدف فابریکې ته زیان رسول وو، ځکه چې غلا یې نه ده کړې. هغه وايي چې دا کار د نفرت او کینې له مخې شوی دی.
نوموړي وویل چې دا کس په فابریکې کې بلد و او پوهېده چې د شرابو د بیلرونو نلونه څنګه خلاص کړي.
د شرابو دغې فابریکې پولیسو ته شکایت کړی او په دې اړه یې تحقیقات پیل کړي دي.