تېرو کلونو کې تر ۱۵۰۰ افغان متخصصین هېواد ته راستانه شوي

د کډوالو د نړیوالې ادارې خبري غونډه

په افغانستان کې د مهاجرت د نړیوال سازمان ای اوو ایم چارواکي وايي، له ۲۰۰۲ کال راهېسې یې له ۳۱ بهرنیو هېوادونو نژدې ۱۵۰۰ افغان متخصصین چې په بهرنیو هېوادونو کې میشت وو، د کار کولو لپاره افغانستان ته را ستانه کړي دي.

د ای اوو ایم چارواکو وویل دا افغان متخصصین اوس د افغانستان په مختلفو وزارتونو، پرمختیايي برخو او نړیوالو موسسو کې په دندو بوخت دي.

د مهاجرت نړیوال سازمان نن د یکشنبې په ورځ د نومبر په ۲۳ نېټې په کابل کې د افغان حکومت له مختلفو وزارتونو سره په یوه ناسته کې وویل لا هم په افغانستان کې بهر میشتو افغان متخصصینو ته چې په وزارتونو کې کار وکړي، اړتیا لیدل کیږي.

په افغانستان کې د ای اوو ایم مشر وايي، دغو ۱۵۰۰ افغان متخصصینو په ۲۴ وزارتونو، او ۲۸ ولایتونو کې دندې اجراء کړي دي.

ددې سازمان مشر ریچارډ ډنزیګر وویل دا افغان متخصصین یې یوه کلن، شپږ میاشتني او دایمي دندو لپاره راستانه کړي دي ‪"‬د افغان متخصصینو د راستنولو پروګرام لا هم روان دی، دا څو ډوله وي،یو دا چې افغانان له اروپايي هېوادونو راستنوو، دوهم دا چې له ګاونډي ایران نه، دغو افغان متخصصینو ته افغان بنسټونه او وزارتونه اړتیا لري، چې په خورا تخصصي دندو کې کار وکړي.‪"‬

ای اوو ایم وايي ددغو متخصصینو ټول ماليي لګښتونه په غاړه اخلي.

ای اوو ایم وايي، د ځینو پوسټونو لپاره وړ کارپوه کارکوونکو موندل هم ستونزمن دي.

په دغې ناستې کې د پوهنې، ښار جوړولو وزارتونو لویې څارنوالۍ او د نظامي روغتونونو چارواکو له ای اوو ایم نه وغوښتل چې ځینې بهر میشتي افغان متخصصین ځانګړو دندو ته ور ومومي.

د ای اوو ایم د افغان متخصصینو د راستنولو دا پروګرام په ۱۹۹۹ میلادي کال کې پیل شوی دی او لومړنۍ متخصصه ډله چې دوی راستنه کړې یو شمېر افغان ډاکټرانې وې.

ای اوو ایم په داسې حال کې د ۱۵۰۰ افغان متخصصینو چې په بهرنیو هېوادونو کې د وروستیو لسیزو له کډوالۍ سره میشت شوي، د کار کولو لپاره راستانه کړي، چې هر کال په سلګونو افغانان چې ښه کاري وړتیا لري، د ناامنۍ او نورو لاملونه له امله بهرنیو هېوادونو ته کډه کیږي چې له سختو ستونزو او کړاوونو سره هم مخامخ کیږي.